_افغان کرکټ بورډ غواړي په اصغر افغان لوبیز بندیز ولګوي_
_د افغانستان کرکټ بورډ یوه تحقیقاتي کمېټه ټاکلې ده، څو د زمبابوې پر وړاندې د اصغر افغان د ناسمو پرېکړو په اړه څېړنې وکړي او دقیق معلومات راټول کړي._
_کرېکڅار وېبپاڼې ته د افغانستان په کرکټ بورډ کې یوې سرچینې تایید کړه چې د اصغر افغان پر وړاندې افغان کرکټ بورډ یو بل ګام هم اخلي چې ښایي نوموړی له اوږد لوبیز بندیز سره مخ کړی شي._
_سرچینه زیاتوي، له اصغر افغان، ملي لوبغاړو او مشر روزونکي لاهم پوښتنې رواني دي، څو دا معلومه کړي چې ولې له زمبابوې سره په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ناسمې پرېکړې وشوې او افغانستان لوبه بایلوده؟_
_د افغانستان کرکټ بورډ وایي، له روزونکي، لوبغاړو او له نورو مهمو کسانو څخه د معلوماتو اخیستلو وروسته یې اصغر له کپتانۍ ګوښه کړی دی او لاهم څېړنې روانې دي چې له امله یې ښایي اصغر له لوبیز بندیز سره مخ شي._
_د معلوماتو له مخې د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري ټاکل شوې دغه تحقیقاتي کمېټه به ډیر ژر خپلې څېړنې بشپړې کړي او بیابه د اصغر پر وړاندې ګام پورته شي._
_د کریکڅار سرچینه وایي، د افغانستان کرکټ بورډ کې یو شمېر مشران د اصغر افغان په اړه په اوږد بندیز بحث کوي، خو ځیني مشران یې بیا مخالفت کوي او وایي چې اصغر افغان دا ډول پرېکړې په خپل سر نه دي کړي او باید د لوبډلې د یو لوبغاړي په توګه دوه کاله نور هم په لوبډله کې پاتې شي څو له نوي کپتان سره مرسته وکړي._
_د افغانستان په کرکټ بورډ کې داسې ګونګوسې هم دي چې له دوه کلن بندیز نیولې ممکن تر پنځو کلونو پورې په اصغر افغان لوبیز بندیز ولګیږي چې په دې سره به نوموړی د تل لپاره رخصت کړی شي._
_د همدې موضوع په اړه د افغانستان کرکټ بورډ کې یو شمېر هغو کسانو هم غبرګون ښودلی دی چې د اصغر ملاتړي دي او وایي، دا ډول ګام پورته کول به د یو کپتان پر وړاندې چې کلونه یې وطن ته ویاړونه راوړي دي لوی ظلم وي، نو باید بورډ یې په لوبډله کې پریږدي._
_په افغانستان کرکټ بورډ کې بیا یوې بلې سرچینې کرېکڅار ته وویل، چې د بورډ یو شمېر مشران غواړي د خپلې دندې د ساتلو پر موخه دا ډول ګام پورته کړي._
_سرچینه زیاتوي، که چېرې د اصغر افغان پر وړاندې دا ډول پریکړه اعلان شي، نو په دې سره به د اصغر افغان د پنځو کلو ویاړونه کارنامې چې له افغانستان لپاره یې راوړي دي سترګې به پرې پټې شي او یو خاین به ثابت کړی شي چې هم اصغر او افغانستان ته تاوان رسوي._
_په ورته وخت کې اصغر افغان هم د کرکټ بورډ د دې پرېکړې مخنیوی کړی او پر وړاندې یې دریدلی دی، افغان دا د خپل ځان پر وړاندې یوه نوې دسیسه او لوبه بولي چي د بورډ مشران غواړي خاین او وطن سره یې په لوی خیانت کولو تورن او رخصت کړي._