The news is by your side.

افغانستان او د چاپیريال ساتنې نړيواله ورځ

خبریال ويبپاڼه /نن د جون ۵ مه په نړۍ کې د چپريال ساتنې نړيوال ورځ ده چې د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې په بیلا بیلو مراسمو لمانخل کيږي.
سږ کال یاده ورځ په افغانستان کې څه ډول لمانځل کیږي. آیا د ط/الب ملیشو حکومت خبر دی چې نن د چاپیريال ساتنې نړيواله ورځ ده. که خبر وي نو څه ډول ياده ورځ لمانځې آیا ط/الب ملیشو په تيرو نهو میاشتي کې د چاپیريال ساتنې لپاره څه کړي کوم پلانونو لري چې په راتلوونکي کلونو کې یې پلي کړي.

بايد وویل شي چې په نړۍ کې د خرابې هوا له امله هر کال په زرګونو انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي د يوې سروې له مخې چې يوه مياشت وړاندي تر سره شوه پکې ویل شوي په نړۍ کې د هر لسو کسانو په مړينه کې يو کس د خراب چاپیريال او خرابې هوا له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

راځو افغانستان ته چې ط/الب ملیشو د چاپیريال لپاره څه کړي.
ط/الب ملیشو د لويو ښارونو له ښاروالیو څخه مدرسې جوړي کړي . څو اونۍ وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري د جنت او درزخ په اړه پوه سمینار جوړ شوی وو چې عامو خلکو ته يې د جنت او دوزخ په اړه معلومات ورکول.
له ط/الب ملیشو څخه خپل مسولیت پاتي دی هر یو یې قاضي او مفتي دی یوازی د حنت او دوزخ په اړه خپلې فتواوې صادروی ی.

نن دا دولسمه ورځ ده چې د کونړ او نورستان په ځنګلونو اور لګيدلی دغه اور په زرګونو جریبه ځنګلونه وسوځول د اور د مړ کولو لپاره هیڅ ډول وسایل شتون نه لري د ط/الب ملیشو چارواکي په تعویزونو او دعاوو ياد اور مړ کوي .
د ط/الب ملیشو ریس الوزرا بیا ياد اور د خدای قهر او عذاب بولي چې د افغانستان په خلکو د خدای له لوری نازل شوی.
هغه وایی چې هر کله د خدای قهر او عذاب ختم شو ارو به په خپله مړ شي د ملا حسن په خبره د اور مړ کولو لپاره هیڅ ډول هڅې ته اړتیا نشته ده .

باید وویل شي چې تر اوسه په یوه ښار کې هم د ښاروالی له لوري د چپریال ساتنې او خوندیتابه لپاره داسې کوم پلان نه دی وړاندی شوی چې خلکو ته د ډاد وړ او یا په عملي کولو سره به يې په ښارونو کې د چاپیریال ساتنې به برخه کې د پام وړ کار وشي .

د ط/الب ملیشو له خوا مخکې جوړ شوي پارکونه هم بند شوي او هلته شته ونې او ګلان د چیدا له خطر سره مخ دي .
د ط/الب ملیشو له خوا په یوه فرمان کې ویل شوي دي چې ښځې او سړي به په یوه ځای پارکونو ته نه ځې په اونۍ کې درې ورځی ښځې او څلور ورځي نارینه پارکونو ته تلای شي.

د کابل په ژوبڼ کې حيوانات هم د مړینې له خطر سره مخ دي د تداوي ، ساتنې او پالنې لپاره يې هیڅ ډول پلان او امکانات له ط/الب ملیشو سره نشته.

Comments are closed.