The news is by your side.

کرونا, افغانستان او نړۍ ته یې اقتصادي ناورین

خبریال وېب پاڼه/ نړیوال بانک ټینګار کوي، اسیايي هېوادونه باید د کرونا ویروس د مهار لپاره هڅې وکړي او بېړنی وضعیت کنټرول کړي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس باندې اخته کسانو زیاتوالي سره بیا د دې ویروس له امله اقتصادي اغېز په اړه نړیوال بانک د اسیايي هېوادونو له دولتونو څخه غواړي چې د کرونا ویروس د مهار له پاره او په خپلو هېوادونو کې د بیړني وضعیت د کنټرول له پاره خپلې هڅې کړندی کړي.

دې بانک په خپل راپور کې همدارنګه وړاندوینه کړې ده چې شونې ده د افغانستان په ګډون اته اسیايي هېوادونو کې د کرونا له امله اقتصادي ناورین، اقتصادي فعالیتونه، سوداګرۍ او په بانکي او مالي سکتوورنو کې ډير استرس رامنځ ته شي.

د نړیوال بانک په خبره که چېرې دا وضعیت همداسې دوام پيدا کړي نړویوال اقتصاد او په ځانګړې توګه اسیايي هېوادونه د څلوېښت کلونو نه به په بد وضعیت کې واوسي.

له دې سره بیا نړیوال بانک له هېوادونو څخه غواړي چې د ښاریانو د خوندیتوب په ځانګړې توګه زیان لیدونکو ښاریانو له پاره هڅې ونه سپموي او د اقتصادي ګټورتیا پړاو په پام کې ونیسي.

دا راپور همدارنګه آټکل کوي چې ٢٠٢٠ز کال کې شونې ده د سیمه اییز پراخوالی له ١,٨ نه تر ٢,٨ پورې سقوط سره مخ شي او له شپږ میاشتنۍ وړاندوینې څخه ډېر دی.

له دې سره بیا افغانستان سره د اروپايي ټولنې ١١٧ میلیونه یورویي مرسته.

اروپا ټولنه وايي دا پيسې به د روغیتايي سیستم د پياوړتیا، را ستانه شويو کډوالو او د کرونا ویروس عامه پوهاوي په برخه کې مصرف کیږي.

بل خوا بیا هند ویلي دي چې د افغانستان دولت په غوښتنې سره شونې ده چې پنځه زره ټنه غنم دې هېواد ته صادر کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې اوس مهال څلور ویشت زره مټریکه ټنه غنم زیرمتونونو کې لري چې د اړتیا په وخت کې به ووېشل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.