The news is by your side.

د مذاکرې ښکېل لوري دي د ملکیانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي

خبریال ویبپاڼه/ د نړۍ د بشري حقونو د څار سازمان په تاره څرګندونو کې د افغانستان د جګړې او مذاکرې له ښکېلو لورو غوښتي چې ښکېل لوري دي د ملکیانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او نامشروع بریدونو  مخنیوی دي وکړي

د یاد  سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن ویلي د دې لپاره چې خلک د سولې پر روانه پروسه باور وکړي، یوه باوري سیاسي جوړجاړي ته اړتیا ده ترڅود خلکو فکرونه سم سي

د پاتریشیا په خبره له یوه لوري د سولې خبرې نتایج ځنډیدلي او له بله پلوه نا امنۍ زیاتي سوې ځکه نو عام افغانان د درک وړ سخته اندېښنه لري

د دې په باور چې د تاوتریخوالي  له کبله ملیکانو ته کړاو رسیدلی او ستونزو کې ده کچیري په دې پروسه د خلکو پیدا کول غوښتل کیږی باید د نامشروع بریدونو مخنیوی لومړیتوب  ټاکل سي

وروستیو جګړو په افغانستان کې د عامو افغانانو هیلي د سولې راتللو ته مړاوي کړې او په هر ولایت کې دې جګړو تر ټولو ملکیان زیانمن کړي هغوی وایي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او د جګړې له ښکلو لورو غواړي چې په جګړه کې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي

پر همدې مهال څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم خپګان ښودل او ویلي يې دي چې زیات مایوسه یم

هغه وویل د اورکم د ژمنو سره سره وینم چې تاوتریخوالی زیات سوی ځکه زه بیرته سیمې ته راغلی یم له دې څرګندونو وروسته زلمی خلیلزاد د طالبانو د سیاسي مرستیال ملابرادر سره هم کتلی وو، تراوسه بین لافغاني خبرې پیل سوې نه دي د دې خبرو د پیل لپاره یوې باوري سرچینې ویلي وو چې پنځه هېوادونه منځګړیتوب کوي او له هغه وروسته خبرې پیل کیږي خو تراوسه هیڅ هم ښکاره نتیجه نه ده ورکړې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.