The news is by your side.

په کندهار کې د مهم طالب مرګ او په کوئټه کې ویر!

خبریال وېبپاڼهطالبان د هغه طالب چارواکي د مر ویر لمانځي چې تېره اونۍ افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په ارغنداب کې وواژه.

وژل شوی طالب قوماندان د ملا شیرن اخوند ورور وو چې په غیري رسمي ډول یې د کندهار ټوله جګړه کنټروله وله.

په کراچي کې د طالبانو د کوټې شورا یو غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ملا شیرین د طالبانو د واکمني پر مهال د پي پي‌ ایس یا د ملا محمد عمر د ځانګړو ځواکونو قوماندان او وروسته په لاهو ر کې د طالبانو او پاکستاني پوځ د قوماندې د ګډ مرکز د طالبانو له لوري عمومي مشر وو؛ نوموړی اوس په قطر کې د د مذاکراتي ټیم غړی دی

په کوټه کې د طالبانو یو بل مشر خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د ملا شیرین ورور که څه هم رسمآ په طالبانو کې د یو عادي‌ طالب دنده اجرا کوله؛ خو په لویه کې د جګړې قومانده د هم دغه طالب په لاس کې وه چې مخامخ یې ملا شیرین ته ریپورټ ورکاوه.

په کوټه کې د خبریال وېپاڼې سرچینې وايي‌ چې د ملا شیرن د ورور تر مرګ وروسته ملا شیرن د خپل ورور د فاتحې پر مهال خپل ټول طالبان تر اختره د جګړې نه رخصت اعلان کړل.‌

ملا شیرین چې دم ګړی په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړی دی د ورور ترمرګ وروسته کټې ته ستون شو.‌

په پېښور کې د طالبانو یوې سرچنې بیا خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د ملا شیرن قوماندانانو د نوموړي د ورور د غچ اخیستلو ګواښ کړی او د طالب سرچینو په وینا چې د کندهار ښار په زړه کې به غچ واخلي.

تر دم ګړیه د ملا شیرن د ورور د مرګ په تړاو طالبانو له خپلو رسمي چېنلونو څه نه دي‌ ویلي؛ خو طالبان دا مني‌چې په ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې په تېره جګړه کې دارنه تلفات لیدلي‌ دي.‌

د یادولو وړده چېوسله والو طالبانو د کندهار ارغنداب ولسوالي‌ په داسي‌ مهال خوشي کړه چې د ولسوالي ډېريبرخې یې په بمونو وپوښلې.‌

دکندهارچارواکي وايي‌ چې دارغندا بدجګړې له ختمېدو وروسته تردمګړیه (۲۹) ولسيوګړيشهیدان شوي او تر (۸۰) زیات ټپیان شوي‌ دي.

دا هغه تلفات دي چې د ارغنداب تر جګړه ورسته اوښتي‌ دي؟‌د جګړې پر مهال تلفات ډېر زیات وو.       

چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ

که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

Comments are closed.

koi finance