The news is by your side.

طالبانو د دارالنشا د ریس قادر ځاځي پر کور یر یرغل وکړ

خبریال وېبپاڼه / په داسي‌ حال کې چې د افغانستان پارلمان د نورو ادارو په څېر له فعالیته لوېدلی او ددغه پارلمان ډېری غړي یا له هیواده وتلي‌او یا په افغانستان کې دننه پټ دي؛ وسله والو طالبانو د هیواد د پارلمان د دارالنشا د ریس قادر اریوبي ځاځي‌ پر کور یرغل کړی او د هغه د کور وسایلو ته یې زیان اړولی دی.‌

خبریال وېبپاڼې ته را رسېدلي‌ معلومات ښيي‌ چې وسله والو طالبانو د قادر ځاځي کور قبضه کړی او هغه یې د ځان خلاف یو مورچل بللی دی.‌

په ابل کې د خبریال ډاټ کام مسئول وايي‌ چې طالبانو منلي چې د قادر اریوبي ځاځي‌ کور ته ورغلي‌او پلټلی یې دی؛ خو دا یې د عمومي پلټنو یا تلاشي برخه بللې ده. 

د قادر ځاځي د کورنۍ یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې طالبانو د یوه یرغل او هجوم په څېر د قادر ځاځي‌شخصي کور وپلټلو او تر پلټنو وروسته یې د کور دروازې لاک او مهر کړې. 

که څه هم د افغانستان د د ولسي جرګې د دارالنشا ریس قادر ځاځی پّ افغانستان کې نشته خو د کورنۍ غړي یې وايي‌چې اوس د هغه شخصي‌ملکیتونه هم په خطر کې دي. 

د قادر ځاځي‌د کورنۍ یوه غړيخبریال وېبپاڼې ته دا یادونه هم وکړه چې د ښاغلي‌ځاځي بچیان او مېرمن یې له کابله لا له وړانديبل لورته انتقال کړي‌ دي. 

بارد ووصل شي‌چې طالبانو په افغانستان کې د پخواني‌حکومت سلګونه کار کوونکي‌او نظامیان په شهادت رسولي او تر ډېره بریده د غچ اخیستلو لړۍ روانه ده.‌

هم دارا وسله والو طالبانو د ګڼو پخوانیو نظامي افسرانو؛ والیانو؛ وکیلانو او له هواده د وتلو اشخاص کورونه نبضه کړي‌دي.‌

طالبانو د درالانشا د ریس قادر ځاځي ساتونکي ‌وډبول

Comments are closed.