The news is by your side.

غني ولي‌ د ګمبیري ډاګ جاپانۍ پروژه کنسل کړه ؟‌

خبریال وېبپاڼهد پخواني ولسمشر حامد کرزي‌ د واکمنيپر مهال جاپان هویاد افغانستان ته د دوستي‌ د را غځېدلي‌ لاس د لا پیاوړي‌ کېدو په موخه پرېکړه وکړه چې ددغه هیواد په ځینو برخو کې به د جاپان هیواد د کرنې هغه دودیز سیستم ایجادوي‌ چې له مخي‌ به یې پراخ دښتونه زرغونه شي‌.

د وخت ولسمشر حامد کرزي هم جاپانیان هڅول چې په افغانستان کې د کرهڼې په برخه کې مرسته وکړي‌؛ هم دا علت وو چې جاپانیانو د حامد کرزيد خوشاله کولو په موخه د ښاغلي کرزي په پلرني ټاټوبي‌ کندهار کې په ارغنداب ولسواليکې زرعاتي پروژو ته مخه کړه.‌ البته کرزی په دې پوهېده چې د جاپانیانو له دلچسپي باید د ډاګونو د زرغونولو په موخه کار واخیستل شي‌ او هغه مهال یې د جاپان هیواد ته د افغانستان دوه سیمې په نښه کړې  چې یوه یې د فراه ولایت د بکوا دښته وه او بله یې د ننګرهار ولایت د ګمبیري ډاګ ( ګمبیري‌ دښت ) وو.‌

د فراه ولایت د بکوا دښت ډېر پراخ وو او حامد کرزيهڅه کوله چې د هلمند رود اوبه مهار کړي‌ او د هلمند سیند مخ د بکوا پر دښتو را واړه وي؛ خو دا کار له یوه اړخه ډېر لوی لګښت غوښتو او له بله اړخه په افغان حکومت کې د ایرانیانو زیات نفوس د دې سبب شوی وو چې د حامد کرزي دا ارمان پوره کېدل ناشونيوو.

جاپانیان چې له بدو بیزاره ملت دی د فراه دښتې خړو بولو ته یې زړه ښه نه کړ او د حامد کرزيسره یې د ګمبیري ډاګ پروژه ومنله او پرېکړه یې وکړه چې ګمیري ډاګ به زرغونه وي‌.‌

جاپانیانو د ګمبیري ډاګ د پروژې ډیزاین او لګښت ته په پام سره د خپله هیواد د ۱۸ پېړۍ د اوبو لګولو پر سیستم پرېکړه وکړه چې په ګمبیري ډاګ کې به یې عمليکوي .

د جاپان او افغان حکومت ترمنځ د شوې پرېکړي‌ د ځنډ او خنډ‌لامل د ۲۰۱۴ کال ټاکنې شوې چې په دوهم پړاو کې یې د هم دغه کال په وروستۍ برخه کې محمد اشرف غني‌ ګټونکی اعلان شو او وروسته بیا له عبدالله عبدالله سره د ګډ‌ ( مليیواليحکومت ) حکومت پرېکړه وشوه .

جاپانیانو چې د ګمبیري دښت یې سروې کړی وو او (۱۶۵۰۰) شپاړس زره پنځه سوه کیلومټره مربع دې پراخ ډاګ زرخیزه ځمکه یې خوښه شوې وه؛ خو دوی غوښتل چې په دې ځمکه د خرما د ونو تجربه هم وکړي‌.

د ۲۰۱۵ کال د جولای میاشتې ۱۳ نېټه وه چې د ګمبیري ډاګ ته د هغه وخت د جاپان سفیر « هیروشی تاکاهاشی»؛‌ په افغانستان کې د جاپان د کرهڼې او خوراک استازی « تومیو سرچری »؛ دافغانستان د هغه وخت د کرنې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی؛‌ اسدالله ضمیر د هغه وخت د کرنې ، مالداري‌ او ابو لګونې وزیر د ننګرهار د ګمبیري ډاګ ته سفر وکړ او د ۱۶۵۰۰ کیلومټره مربع پراخ زرخیزه ډاګ د یوې مهميبرخې نه یې لیدنه وکړه او ټولو چارواکو په ګډه هلته د « ناکامورا»  په غوښتنه د خرما هغه ونه ولګوله چې د عربي‌اماراتو له لوري‌افغانستان ته تحفه شوې وه .

جاپانیانو وروسته له هغه ددې سیميسمسور تیا ته ملا وتړله چې د ډاکتر ناکامورادسولی د روغتیایی خدمتونو(PMS) رئیس وو دا سیمه د کښت لپاره بریالۍ اعلان شوه .

ډاکتر ناکامورا په دغه سیمه کې کرهڼیزه پروژه چې د « شنو ځمکو پروژه » نوم ورکړل شوی وو په ۲۰۱۳ کال کې پیل کړې وه .

د پي‌ ایم ایس د پروژې پیل ته په ۲۰۱۰ کال کې جاپان هیواد اجازت ورکړی وو او هم دا علت وو چې JICA یې مالي‌ تمویل کاوه .‌

کله چې په لمړۍ دوره کې محمد اشرف غنيبریالی شو هغه وخت د جاپان هیواد سره نوموړي د هم دې پروژې په تړاو خپل اړیکي‌ ډېر پیکه کړل؛ آن تر دې چې جاپانیانو ته یوځل هم ونه ویل ول چې دا ملي پروژه پیاوړې کړي؛ خو ډاکتر ناکامورا پر شا نشو او د ګمبیري د دې لوی ډاګ زرغونه ولو ته یې ملا وتړله .

ډاکتر نا کامورا د جاپان د ۱۸ پېړۍ په دودیز ډول د کنړ سیند د اوبو مدریت ته ملا تړلې وه؛ هغه به په خپله پروژه کې کار هم په دودیزه توګه کاوه او دا علت وو چې تر ۲۰۱۹ کال پوري یې د ګمبیري ډاګ یوه څنډه زرغونه کړه او د جاپان هیواد له لوري‌ پر ګمبیري‌ ډاګ شوې تجربه بریالۍ شوه؛ خو د هم دغې ملي پروژېد د بریالي کېدو سم دستي‌ وروسته په ناببره توګه ډ

اکتر نا کامورا په نښه کړل شو او په مکمل ډول د دې ملي پروژې د بدلون هڅه وشوه .

که څه هم محمد اشرف غني‌ په ښکاره اعلان نه دی کړی چې د ګمبیري ډاګ دا ملي پروژه یې ځنډولې ده؛ خو ناببره یې په ګمبیري ډاګ کې د هوايي ډګر د جوړېدو اعلان وکړ .

ننګرهار چې ۷۶۴۱٫۱ کیلومتر مربع مساحت لري؛ ګمبیری ډاګ یې لویه برخه جوړوي، خو ګمبیری ډاګ له ننګرهار سره سره په لغمان کې هم پروت دی چې دواړه ولایتونه له یوبل سره هم نښلوي .

که څه هم د اشرف غني‌ له لوري د ګمبیري ډاګ دا ملي‌ پورژه په هوايي‌ډګر بدله شوې؛ خو زما د افغانستان د یوه وګړيپه صفت دا یقین دی چې دا وړی به شړۍ نشي‌البته اشرف غني به دافغانستان تاریخ ته پرخپله لمن یو تور داغ پرېږدي‌.

یوه اړیه یادونه !

د دې لیکنې ټول حقوق د خبریال وېبپاڼې سره خوندي‌ دي‌ او هیڅو ک یې په هیڅ‌ بڼه د بیا خپراوي‌ او کاپي‌ کولو حق نه لري .

لیکوال : انجینر سید احمد همدرد 

پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون …

د ګمبیري ډاګ په تړاو د غني‌ د فرمان خلاف نن پراخ لایونونه ! | خبریال

ګمبیری ډاګ ولي‌ مهم دی ؟‌

د روداتو ډاګ او جلیزو دښت د هوايي‌ ډګر پروژو لغوه کېدل !

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.