The news is by your side.

اندرابي: طالبان دروغ وايي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان دروغجن دي ځکه دوی لاهم له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکي لري

ښاغلي اندرابي وروسته له دا څرګندونې وکړي چې د دوی د ادعا له مخې غزني کې يې د القاعده شبکې دویم نمبر مشر وژلی ادرابي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو” د القاعده شبکې د مهم غړي وژل ددې څرګندوی دي چې طالبان لاهم په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره نژدې اړیکي او کډ ترهګریزز فعالیتونه کوي

اندرابي طالبان په دروغو ویلو تورن کړل چې دوی له ترهګرو ډلو سره اړیکي نلري، طالبان له امریکا سره د تړون په هوکړو کې ویلي چې له بهرنیو وسلوالو ډلو سره خپلې اړیکي پرې کوي خو لاهم د دوی له لوري د قطر له هوکړې څخه سرغړونه روانه ده

طالبانو په دې وروستیو کې پر عامه تاسیساتو، لویو ښارونو باندې د بریدونو ترڅنګ  د زیات شمېر ماینونو په وسیله ملیکانو ته درنه مرګ ژوبله واړوله چې په دې سره د قطر دفتر د هوکړو په ګډون له ټولو ژمنو سره غړونه کړې دوی دا ژمنه هم کړې چې د افغانستان پر لویو ښارونو به بریدونه نکوي

افغان دولت د کابل د تیري ورځې ځانمرګي برید چې تر دې مهاله پکښي د ۲۴ کسانو د وژل کیدو خبر ورکول سوی هم پړه پروسلوالو طالبانو واچوله، ارګ په یوه اعلامیه کې ویلي روان تاوتریخوالی، د ملي تاسیساتو ویجاړول او د کابل پرونی برید د طالبانو کار دی.

د افغانستان د کورنیو چارو  وزارت او ملي  امنیت ادارې په یوه تازه بیان کې ویلي چې په غزني کې يې د القاعده شبکې دویم نمبر کس وژلی چې له دې څخه څرګندیږي چې طالبان لاهم په افغانستان کې له القاعده سره یو ځای کار کوي او د هغوی مهم مشران لکه ابو محسن المصري ساتي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance