افغان زده کوونکو د فرانسې د ولسمشر پر خلاف لاریون وکړ
خبریال وېب پاڼه/ پلازمېنه کابل کې د استقلال لېسې زده کوونکو د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون په خلاف اسلام ته د سپکاوي له امله لاریون وکړ.
د استقلال لېسې زده کوونکو د ګلبهار سنټر مخې ته د فرانسې د ولسمشر پر خلاف لاریون کړی.
افغان زده کوونکو وایي، د هېڅ کوم هېواد او وګړي له لوري اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کول نه شي زغملی او پروړاندې به یې ودریږي.
په ورته مهال د افغانستان ولسي جرګه پر ولسمشر نیوکه کوي چې د امانویل مکرون پر څرګندونو چوپه خوله دي.
دوی وایي مکرون د اسلام او د اسلامي مقدساتو سپکاوی کړی او افغانان دا نه شي زغملی په غبرګون یې باید ولسمشر د افغانانو د اسلامي مقدساتو د دفاع په خاطر د مکرون څرګندونې غندلې وی.
ولسي جرګه وایي افغان حکومت باید له فرانسې سره هر ډول اړیکې پرې کړي او د نورو اسلامي هېوادونو په قطار کې اسلامي مقدساتو ته د فرانسویانو د سپکاوي په غبرګون کې ودریږي.
د یو فرانسوي ښوونکي سامویل پټي له لوري چې د اسلام د ستر او وروستي پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته منصوب کاریکاټورونه نندارې ته وړاندې کړي وو، د یو چیچني وګړي له لوري ترې سر پرې شو او د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون د سامویل پټي نه ملاتړ وکړ، چې په غبرګونه کې د نړۍ اسلامي هېوادونه د فرانسې پر ضد را پاڅېدلي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د فرانسې ولسمشر مکرون رواني ناروغ بللی وو او ورته یې ویلي وو چې د خپل ځان معاینه او رواني دزملنه دې وکړي.
همدا شان د نورو ګڼو اسلامي هېوادونو چارواکو د فرانسې د ولمشر دا کار غندلی او په زیااو هېوادونو کې د فرانسوي توکو اخیستلو باندې بندیز ولګول شو.
د مکرون له دې کار وروسته اوس په خواله رسنیو کې هم د میلیونونو کسانو له لوري د رسول الله صلی علیه وسلم پر ملاتړ پوسټونه شروع دي او د مکرون او فرانسې له خلکو او سوداګریزو توکو اخیستلو سره یې مخالفت ښودلی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.