The news is by your side.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا ۶۵۱ ایټالویان وژلي

خبریال وېب پاڼه/د راپورنو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له امله په ایټالیا کې ۶۵۱ کسان وژل شوي دي.

په اروپا کې پروت دغه هېواد د کورونا لپاره تر بل هر چا ډېره قرباني ورکوي. تر دې وړاندې چین ؤ، چېرته چې د کورونا ویروس را پیدا شو، دغې وبا ناروغۍ ته تر ۳۵۰۰ زیاته قرباني ورکړې وه. وړمه ورځ په ایټالیا کې د نړۍ له بل هر هېواد څخه د یوه ویروس له امله د زیاتې قربانۍ شاهده وه چې ۸۰۰ کسان یې په یوه ورځ له منځه یوړل.

د ایټالیا چارواکي وايي چې له جګړو را وروسته دا لومړنی ځل دی چې هېواد یې تر خورا بد شرایطو تېرېږي. د تېرې یوې شپې او ورځې له قربانیو سره د ایټالیا د مجموعي وژل شویو کسانو شمېر ۵۵۰۰ ته ورسېد. له چین وروسته ایران او له هغه ځایه وروسته همدا ایټالیا د کورونا ویروس تر مرګوني برید لاندې راغله چې تر دې مهاله یې د نړۍ له بل هر هېواد څخه زیاته قرباني ورکړې ده.

کویډا۱۹ له ناروغانو سربېره روغتیا پالان هم په آرامه نه دي پرېښي، ویل کېږي د ایران په قم ښار کې د همدې ویروس له را پیدا کېدو نه تر دې مهاله ۳۰ ډاکتران او ۱۳۰ نرسان په دغه ویروس اخته شوي دي. د ایران د طبي علومو پوهنتون وایي چې تر دې مهاله دوو نرسانو هم د کورونا پر وړاندې مبارزه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ټوله ایټالیا کې تر ۵۰ زره زیات کسان پر کورونا ویروس اخته دي چې ښایي په دې شمېر کې نور زیاتوالی هم راشي. په ورته وخت کې اروپایي ټولنې ایټالیا ته ډاډ ورکړی چې له دوی سره به هر ډول مالي مرستو درېغ و نه کړي او زیاته کړې یې ده موږ باور لرو چې هېڅ هېواد په یوازې ځان له دا ډول بدمرغیو سره د مبارزې وړتیا نه لرو نو په وینا یې په دې برخه کې به ټول هېوادونه سره همغږي کوي.

هخوا په هسپانیا او بریتانیا کې هم د کورونا پر وړاندې جدي احتیاطي تدابیر نیول شوي دي. په هسپانیا کې حکومت د ۱۵ ورځو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی دی او کورنیو ته یوازې د ضروري اړتیاوو پر مهال له کور څخه د باندې وتلو اجازه ورکړل شوې ده.

په هسپانیا کې بیا تر ۲۵۵۰۰ زیات کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. جرمني کې هم د کورونا څه د پاسه ۲۲ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په جرمني کې د اړتیا له مخې په ډېری هوټلونو کې د کورونا د درملنې لپاره بېړني روغتونونه جوړ شي دي څو وکولی شي په بېړنیو حالاتو کې د جرمنیانو لاسنیوی وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance