The news is by your side.

کابل کې د اروپا اتحاديې دفتر افغانانو سره د خواخوږۍ لپاره بیرغ نیم ځوړند کړ

خبریال وېب پاڼه/ کابل کې د اروپا اتحادیې دفتر پر کابل پوهنتون د پروني خونړي برید له کبله افغانانو سره د خواخوږۍ لپاره خپل بیرغ نیم ځوړند کړ.

د اسلامي همکارۍ سازمان پر کابل پوهنتون د پرون ورځې ترهګریز برید هم په سخته وغانده.

یاد سازمان د برید په عبرګون ویلي دا سازمان هر ډول تاوتریخوالی، افراطیت او ترهګري که په هر نوم وي غندي.

په ورته مهال بیا د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ بیا د کابل پوهنتون پرونی برید غندلی، سټولټنبرګ ویلي په کابل او اتریش کې وروستیو پېښو هېښ کړي.

نوموړی زیاتوي چې ټول ترهګرۍ اغېزمن کړي خو د داعش ترهګریزې ډلې پر وړاندې به مبارزې دوام داره وساتي.

په ورته مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، دا برید د القاعده ډلې په تکتیک شوی، صالح د برید پړه پر طالبانو اچولې.

بل لور بیا د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم پر کابل پوهنتون د پروني برید مسؤولین طالبان بللي.

په کابل پوهنتون د پروني ترهګریز برید له امله حکومت نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی او دا راز د کابل پوهنتون مخې ته د یاد پوهنتون او نورو پوهنتونونو محصلینو لاریون کړی وو او پر دېوالونو یې عکسونه را ځوړند کړي وو چې د ابو جهل لښکر(طالبانو) سره سوله نه غواړو، حکومت دې له دوحې خپل مرکچي پلاوی را وغواړي.

محصلینو دا راز وویل چې دوی به زده کړو ته دوام ورکوي او بیا به هم پوهنتون ته راځي.

د کابل پوهنتون پروني خونړیز برید نه وروسته نن رسنیو پوهنتون ته د دننه کېدلو اجازه ورکول شوې وه.

د شهیدو شویو محصلینو په وینو رنګ کتابونه، کتابچې قلمونه، د نجونو دستکولونه مبایلونه او نور ډېر توکي لا هم په پوهنتون کې پراته وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance