The news is by your side.

ټرمپ: د ټاکنو پایلو سره د مبارزې لپاره سترې محکمې ته ځم

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې یو ځل بیا د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ دی، وایي، ټاکنې ما ګټلي خو په داسې حال کې چې لا تر اوسه امریکا کې د ټاکنو بهیر پای ته نه نی رسېدلی او میلیونونه رایې لا هم له شمېرلو پاتې دي.

ډونالډ ټرمپ وایي، ټاکنو کې درغلې شوي، ټاکنې ما ګټلي او د پایلو سره د مبارزې لپاره یې سترې محکمې اه د تګ خبره هم کړې.

امریکا کې نن هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره خلک د خپلې خوښې کاندید ته د رایې ورکولو لپاره روان دي.

تر دې دمه د امریکا د زیاتو ایالتوتو په کچه د ټرمپ سر سخت سیال جو بایډن له ټرمپ مخکې دی، د دواړه کاندیدانو له ډلې یو باید د ټاکنیزو کالجونو په سیسټم کې د بریا لپاره ٢٧٠ رایې پوره کړي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د دوو سر سختو سیالانو تر منځ ټاکنیزه سیالي نوره هم حساسه شوې، تر ډېره د جو بایډن د بریا امکانات شته او په زیاتو ایالاتونو کې له ټرمپ مخکې دی، خو تر اوسه میلیونونه قانوني رایې لا هم له شمېر پاتې دي چې وښیي ټرمپ که بایډن د سپینې ماڼۍ ولسمشرۍ څوکۍ ګټلې، خو ټرمپ وار له مخه د درغلۍ خبرې کړې وې او اوس لا وایي چې سترې محکمې ته هم ځم.

ډونالډ ټرمپ او جوبایډن د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو سر سخت نوماندان دي، چې وړاندې یې په ټاکنیزو کمپیانونو او غونډو کې یو بل مسخره کړي هم وو او پر یو بل یې تورونه پورې کول، ټرمپ به ډېر کله پر جو بایډن ملنډې وهلې او هغه یې د ولسمشرۍ وړ نه باله، خو اوس له ټرمپ د بایډن د بریالي کېدو امکانات زیات دي.

که له دې دواړو هر یو بریالی کیږي خو بیا به هم امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي.

ډونالډ ټرمپ څو میاشتې وړاندې ویلي وو چې د روان زېږیدیز کال تر پای به له افغانستان ټول ځواکونه وباسي او جو بایډن هم د بریالیتوب په صورت کې له افغانستان په عاجله توګه د امریکایي ځواکونو د ویستلو خبره کړې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance