زابل هوايي ډګر دشهید محمد اصف توخي په نوم ونومول شو
خبریال ویبپاڼه/ نن پنج شنبې د ولایت مقام سرپرست او مرستیال والي عنایت الله هوتک له لوري د زابل هوايي ډګر د پټۍ په پریکولو سره د شهید محمد اصف توخي په نوم ونومول شو.
په دې مراسمو کې د ولایت مقام سرپرست ترڅنګ د دولتي ادارو ریسانو، د شهید توخي د کورنۍ غړو امنیتي ځواکونو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه درلوده
غونډې ته مرستیال او سرپرست والي عنایت الله هوتک وویل چې شهید محمد اصف توخي د خپلواکۍ او وطن پاک شهید وباله او زیاته يې کړه چې د زابل هوايي ډګر د هېواد د دې شهید په نوم کوو، ښاغلي هوتک د هېواد امنیتي ځواکونه اتلان وبلل او ویې ویل چې د شهید محمد اصف لاره به ادامه ولري هغه د شهید محمد اصف د شخصیت او اهلیت په هکله مفصل مالومات وړاندې کړل
د زابل سرپرست والي ژمنه وکړه چې د هوايي ډګر جوړیدو ته به پاملرنه کوي او له همدې لارې به د هېواد د دې ویاړلي شهید لاره او نوم پالي نوموړي افغان ځواکونو ته په خطاب کې وویل چې تاسو اتلان یاست او د هېواد راتلوونکی په تاسو پوري اړه ځکه نو هر افغا سرتیری باید د شهید اصف غوندي شي
غونډې ته قومي مشر حاجي نقیب الله شیرزي وویل چې شهید محمد اصف د زابل ویاړ او له دولته یې مننه وکړه چې د دې ویاړلي شهید په نوم د زابل هوايي ډګر نوموي
کامران ننګ د ځوانانو په استازیتوب وویل چې شهید محمد اصف توخي یوازي د زابل شهید نه بلکي د ټول افغانستان شهید دی هغه له افغان دولت او ولایتي ادارې څخه مننه و کړه چې د زابل هوايي ډګر يې د دې ملي اتل په نوم کړ
د زابل د ملي امنیت رییس ډګروال شفیق الله وویل چې شهید محمد اصف توخي د افغان ځواکونو رښتینی غړی او خپله ژمنه چې وطن سره یې کړې وه عملي کړه هغه وویل چې د شهید محمد اصف توخي لاره به ادامه ولري او زموږ هر سرباز په خپله سرښندنه ویاړ کوي ښاغلي شفیق الله وویل چې نسلونه تر نسلونو به د ښاغلي توخي نوم ژوند دی وي
جنرال محمد اصف توخي د پکتیکا ولایت د امنیت امر وو چې څه موده وړاندې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې يې ژوند له لاسه ورکړ
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.