The news is by your side.

له شپږ ساعته نښتې وروسته د سېکهانو په درمسال پای ته ورسېد

خبریال وېب پاڼه/ د کابل لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په شور بازار سیمه کې د سېکهانو پر درمسال چې نن (چهارشنبه_وري ٦مه) ګهیځ مهال ٧ نیمې بجې د نا معلومو وسله والو له لوري برید پیل شوی و، لسګونه تنه بند سېکهان د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي او نښته له شپږ ساعتونو وروسته پای ته ورسېده

د سېکهانو په لسګونه کورنۍ نن ګهیځ مهال درمسال ته د عبادت لپاره تللې وې.

هغه عکسونه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاڼې له لوري خپاره شوي، په کې لیدل کیږي، چې زیات شمېر ماشومان او ښځې د امنیتي ځواکونو په مرسته له برید ځایه روغ وتلي.

د څلورو وسله والو بریدګرو او امنیتي ځواکونو په نښته کې، څلور واړه برید ګر له پښو لوېدلي.

د امنیتي سرچینو پر وینا، په برید کې یوولس تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د برید له ځایه ډېر شمېر تنه سېک هېوادوال د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.

وسله والو طالبانو له یاد برید ځان په شا کړی او خپل لاس لرل یې په کې رد کړي، خو تر دې دمه په ډاګه نه ده، چې یاد برید بلې کومې وسلوالې ډلې پورې اړوندو ترهګرو ترسره کړی، کومې وسله والې ډلې یې مسؤولیت نه دی منلی.

په هم مهاله توګه، افغانستان کې د امریکا سفارت د سېکهانو پر عبادت ځای نننی برید غندلی، دا یې بشري جنایت بللی او ویلي یې دي، افغانستان کې هغه مهال سوله راتلی شي، چې خلک یې د خبرو له لارې خپل تفاوتونه حل کړي نه د ټوپک له لارې.

سېکهان او هندوان له ډېرو لسیزو را په دې خوا په افغانستان کې مېشت دي، خو د وروستیو جګړو او نا امنیو له کبله چې د نورو افغانانو په څېر په کې هند او سېک افغانانو هم قرباني ورکړه، اوس مهال یې محدود شمېر سېکهان او هندوان پاتې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.