The news is by your side.

د امریکا د کانګرس غړې کیتي د امریکا ټاکنې د افغانستان ټاکنو ته ورته وبللې

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس غړې کیتي برنېټ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان ټاکنو ته ورته وبللې او دا یې د شرم وړ یادې کړې.

امریکا کې ولسمشرۍ ټاکنې د ډونالډ ټرمپ او جو بایډن تر منځ د غني او عبدالله په څېر جنجالي شوي.

ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا کوي او د هغې زوی اېرېک ټرمپ او حقوقي ټیم یې په پنسلوانیا ایالات کې د ٤٠٠ زرو نه د ډېرو رایو د ورک کېدو خبره کړې وه.

اوس مهال دامریکا ولسمشرۍ ټاکنو پایلې او منتخب ولسمشر رسماً نهدی اعلان شوی، خو جو بایډن له ډونالډ ټرمپ وړاندې دي او داسې ښکاري چې بایډن به ټرمپ ته ماتې ورکوي او پر سپینه ماڼۍ به ور ننوځي.

خو ډونالډ ټرمپ ویلي، که جو بایډن بریالی شو، سترې محکمې ته ځم، ځکه ولسمشر زه یم او په ټاکنو کې راسره درغلې شوې، زرګونه رایې مې ورکې دي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې ویلي وو، که جو بایډن ترې سیالي وګټي دا به ورته ډېر د شرم وړ وي او په امریکا کې به د پاتې کېدلو مخ ونه لري، شاید چې ناکامي مې د امریکا پرېښودلو ته اړه کړي.

د امریکا مشهورې ورځپاڼې واشګنټن پوسټ هم په یو مقاله کې ویلي وو، چې د بایډن بریا یقیني ده ځکه د رایو پایلې يې ښې دي.

دې ورځپاڼي ویلي د بایډن بریا یقیني ده، او ټرمپ په خپل دریځ کې یوازې دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله مقاله کې زیاته کړې و، چې جو بایډن د بریا پوړیو ته رسېدلی او نژدې ده چې بریالی شي خو ټرمپ له سپینې مانۍ څخه د وتو په حال کې دی.

ورځپانې د ټاکنو په هکله د جمهوري غوښتوونکو او ټرمپ نظريې ته هم اشاره کړې چې ګوند يې د ټاکنو په هکله کومه نیوکه نه لري او ټرمپ په خپل دریځ کې یوازې دی چې نیوکه لري، ځکه جمهوريت غوښتوونکې ځینې يې چپ او ځینې هغه څه غواړي چې ترسره کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance