The news is by your side.

ناټو افغان جګړه ختمه نه کړه

خبریال ویبپاڼه/ د ناټو ماموریت په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تجهیز او د سیمه په کچه د اړوند مسایلو په اړه د یوې اجماع رامنځته کول دي.

خو په افغانستان کې یو شمېر ځوانان وايي، ناټو ونه شوای کړای چې روانه جګړه په افغانستان کې پای ته ورسوي

د دې ځوانانو له انده له تیرو اتلسو کلنو را په دې خوا د ناټو ماموریت کړنې او حالات له نژدې څاري خو څومره چې غوښتنه وه د دغه سازمان هڅې ناکامي سولې

په افغانستان کې د ناټو حضور او مهم والی څه دی؟ یا تراوسه د دې سازمان سرتیرو د دې هېواد د امنیت په خوندیتوب کې مهم رول لوبولی؟

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا افغانستان ته راغله ورسره سم د ناټو سازمان غړو هېوادونو هم څه کم ۱۳۰ زره پوځیان افغانستان ته را واستول چې په دې هېواد کې په دومره شمېره تر ۲۰۱۵ کال پوري میشت سول خو اوس مهال د دې پوځیانو شمېر ۱۶ زره سرتیرو ته رسیږي تراوسه پوري لاهم د دوی له انده ناټو په افغانستان کې له تیرو دوه لسیزو له ترهګرو سره په جګړه بوخته خو لاهم دا جګړه نه ده ختمه سوې

اوس به امریکا هم نور له طالبانو سره د هوکړې له مخې خپل پوځیان له افغانستانه باسي خو افغان جګړه د ختمېدو پرځای خورا شدیده سوې او داسې تمه ده چې ښايي د جګړې دا ګرمښت د سولې روانو هڅو ته هم زیان ورسوي

د امریکا لپاره نوی ولسمشر د ډیموکراټانو له ګونده جو بایډن وټاکل سو، هغه لا له وړاندې د افغانستان لپاره ښه نظریه نه درلوده په بریا سره یې د عامو افغانانو سره یو لړ اندېښنې هم سته وسلوالو طالبانو له امریکا غوښتي چې له دوی سره د ترسره سوې هوکړې لپاره دي ژمنه پاتي سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.