کندز کې د سرتېرو پر پوسته برید کې ١٢ سرتیري شهیدان شوي
خبریال وېب پاڼه/ د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان سراېرو پر پوسته د طالبانو په برید کې ١٢ سرتیري شهیدان شوي دي.
امام صاحب کې ولسوالۍ ځایي امنیتي سرچیني رسنیو ته ویلي، برید د بالاحصار پر پوستې شوی او له برید وروسته پوستې سقوط کړی وو، خو افغان سرتېرو بېرته ونیوله.
سرچیني زیااوي چې په ځوابي برید کې ١٠ طالبانو ته هم مرګ ژوبله ور اوښتې، طالبانو پر پوستې د نښتې پخلی کړی خو د ور اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې څه نه دي ویلي.
کندز، هلمند او روزګان ولایتونه د څو میاشتو را هیسې له سختو جګړو څخه نا ارامه دي.
په ورته مهال د روزګان ولایت له دهراوود ولسوالۍ راپورونه وايي چې د ارزګان دهراود ولسوالۍ کې له دوامداره جګړو وروسته نن وسلوالو طالبانو د دهراود ولسوالۍ ودانۍ هم نیولې چې دا ولسوالۍ په بشبړه توګه سقوط شوه.
د دې ولسوالۍ مسؤولین وايي طالبانو پرمختګ کړی چې د ولسوالۍ تر څنګ يې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ هم نیولې د دهراود امنیه قوماندان هم تایید کړه چې تیره شپه وسله وال د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل د ولایت ولایتي مسؤولین بیا وايي چې دهراود کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل شوي.
له هلمنده را وروسته د کندهار ارزګان ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ له سختو جګړو سره مخ شوي چې پر مهال یې د ملکیانو پر ګډون دواړو لوریو ته مرګ ژوبله واوښتله د دې ولایتونو سیمه ییز چارواکي له جګړې وروسته د خیر او خیریت راپور ورکوي خو واقعیت دا دی چې هره شېبه په جګړه کې وسله وال طالبان پرمختګ کوي تر اوسه پورې د روزګان تر څنګ هلمند او کندهار کې هم د نا امنیو لړۍ روان ده چې ښايي دا جګړې نورې هم اوږدې شي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.