The news is by your side.

ښایي سږنی IPL او نړیوالې لوبې لغوه شي

خبریال وېب پاڼه/د کرونا ویروس په دې ترهېدلې او ځپل شوې نړۍ کې د هند رسنۍ د دغه هېواد د کرېکټ د کورنیو مشهورو IPL لوبو د لغوه کېدو پر سر ګرم بحثونه کوي.

وروسته له هغه چې د هند صدراعظم نریندرا مودي په ټول هندوستان کې پر تګ راتګ بندیز ولګاوه، د هند کرېکټ بورډ او د آی پي اېل ټولو لوبډلو مالکانو خپل منځي غونډه وکړه. که څه هم په ښکاره څه نه دي ویل شوي خو داسې ښکاري چې سږنۍ آی پي اېل به د کورونا ویروس د جدي ګواښ له امله لغوه اعلان شي.

ټاکل شوې وه سږنی آي پي اېل د روانې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه یعنې راتلونکې یکشنبې پیل شي، خو د کورونا مخنیوي په خاطر د هند کرېکټ بورډ دغه لوبې د اپریل میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې وځنډولې. د هند د کرېکټ بورډ مشر سوراف ګنګولي ویلي چې غونډه وشوه خو د لوبو د پیلېدو په هکله دقیقې پرېکړه ته و نه رسېدو.

د کورونا ویروس له وېرې په روانه میاشت کې د کرېکټ ګڼ شمېر لوبې ځنډولې دي او په دې وروستیو کې د پاکستان د کرېکټ سوپر لیګ سیالۍ هم په نیمه پایلوبه کې ودرول شوې. هخوا د سریلانکا په کوربتوب له انګلیستان سره ټاکل شوې لوبلړۍ هم و ځنډول شوه. په یو شمېر هېوادونو کې ځینې لوبغاړي په کورونا ویروس هم اخته شوي دي چې د سکاټلنډ د لوبډلې کپتان یې بېلګه دی.

افغانستان هم د کویډاـ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي په خاطر لومړۍ درجه ولایتي لوبې وځنډولې. بورډ د روانې مارچ میاشتې په ۱۴ مه نېټه اعلان وکړ چې تر نامعلومې نېټې پورې به دغه سیالۍ ځنډېدلې وي.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال دوه ستر تورنمنټونه هم کېږي چې یو یې د شل اوریزو نړیوال جام لوبې دي او بل د آسیایي شل اوریزو جام دی. یادو شویو لوبو ته هم ۶ میاشتې پاتې دي او که په نړۍ کې کورونا را قابو نه شي، ښایي دا دواړه تورنمنټونه هم لغوه شي.

د هند کرېکټ بورډ اندېښنه لري چې که کویډاـ۱۹ ناروغۍ ادامه پیدا کړي، ښایي د آی پي اېل لوبې بل کال (۲۰۲۱) ته وځنډېږي. د کرېک بز په نوم یوې سپورټي وېب پاڼې هم دغه خبر را اخیستی او وایي چې ښایي د ۲۰۲۰ ز کال آی پي اېل لوبې د کورونا ویروس د وېرې ښکار شي.

په هند کې له تېرو دوو ورځو را هیسې ګرځبندیز لګېدلی چې له ډېرې شدیدې اړتیا پرته هېڅوک هم له کور څخه د باندې وتلو اجازه نه لري. فلمي ستوري، د کرېکټ وتلي لوبغاړي او نورې مشهورې څېرې د دغه قرنطین لپاره د کمپاین کولو غوره لارویان دي. دوی ټول د خپلو لنډو ویډیویي پیغامونو له لارې پر خپلو هېوادوالو غږ کوي چې په کورونو کې تم شي او ځان د کویډاـ۱۹ له خطر څخه وژغوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance