اوباما: د ټرمپ واکمني امریکا کې درزونه اچولي
خبریال ویبپاڼه/ د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما ویلي چې دې ته هیله مند دی امریکا به بیرته د پرمختګ لوری ونیسي ځکه د جوبایډن له بریا وروسته په ستونزې حل سي
هغه ویلي د ټرمپ په څلور کلنه واکمني کې امریکا کې درزونه ډیر سوي بارک اوباما د جو بایډن په بریا نسبتا د خوښي د میلان په ښکاره کولو سره ویلي چې د دې درزونو د له منځه وړلو لپاره د جو بایډن بریا لومړی ګام دی خو وايي چې په یوه دوره حکومت کې دا ستونزه نه حل کیږي.
اوباما زیاته کړه چې د دې درزونو او حالت له منځه وړلو لپاره زیات وخت ته اړتیا ده ترڅو له منځه ولاړ سي
اوباماکوم درزونه یاد کړي؟
هغه ویلي د ښاري او کلیوالي ټولنې ترمنځ قهر، نا ارامي، کډوالي د نابرابرۍ غوندي بي عدالتۍ او داسې نور موارد په دې هېواد کې د درزونو رامنځ ته کیدلو عوامل دي
د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا دولت پر ضد یو شمېر لاریونونه هم وسول، چې له دولته یې شکایت درلود او همداشان دې ولسمشر په نړۍ کې هم له هېوادونو سره هومره اړیکي چې لازمې ونه پاللې افغان سوله يې ګډوډه پرېښوده او همدا شان يې نورې نابرابرۍ هم رامنځ ته کړې چې امریکایان يې ښه ولسمشر نه بولي
ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۵ ولسمشرانو څخه یو له هغو لسو ولسمشرانو دی چې یوازي یوه دوره یې ولسمشري کړې او په دویمه دوره ټاکنو کې يې ماتې خوړلې
په ډونالډ ټرمپ هغه چاره وسوه په لومړۍ دوره جمهوري ریاست کې يې دومره زمینه او د خلکو خوښي په لاس نه راوړه چې په دویمه دوره کې وکړای سي چې ټاکنو کې بریالی سي تراوسه ټرمپ د خپلې ماتي په نه منلو سره لا انتظار دی خو ضما يې تیره ورځ په یوه وینا کې ویلي وو، چې په راتلوونکي جنوري کې به واک د بل چا وي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.