The news is by your side.

امرالله صالح؛ د ۵ زرو طالب بندیانو د ازادۍ پریکړې دردولی يم

خبريال وېبپاڼه/ د طالبانو سره د خبرو پيل کول د افغان ملت او افغان حکومت يو پخوانی ارمان و، ځکه دا ترټولو لنډه لاره ده چې ځوریدلی ملت او وطن مو سولې ته ورباندې رسېدلی شي، په دې لاره کې افغان حکومت طالبانو تل په پرلپسې ډول وړانديزونه کړي دي، خو د طالبانو له لوري په پرلپسې ډول رد شوي دي، په دې وروستيو کې چې طالبانو د امريکا د متحده ايالاتو سره توافقنامه لاسليک کړه او توافق پدې وشو چې امريکايي ځواکونه به افغانستان پرېږدي نو د افغان ملت او حکومت سره هم هيله پيدا شوه چې اوس به طالبان د افغان حکومت سره هم خبرې وکړي او د افغان جګړې دا ناولی ټغر به نور ټول شي.

اوس څه روان دي؟
افغان حکومت د طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل کولو لپاره ددوی يو سخت وړانديز هم ومانه، طالبانو د افغان حکومت څخه د خپلو ۵ زرو څخه د زياتو زندانیانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه، دا يوه سخته پریکړه وه خو افغان حکومت د سولې د ارمان لپاره ومنله، خو افغان حکومت اوس پخپله دې پریکړه ډېر خوښ نه ښکاري.

د ولسمشر لومړي معاون امرالله صالح نن پخپلو تازه څرګندونو کې وويل چې دی شخصاً د ۵٫۵ زره طالبانو خوشي کولو خفه کړی دی، ده وويل چې ۵,۵ زره طالبانو مو خوشي کړل خو هیڅ مو ترلاسه نه کړل، د صالح مطلب دا و چې تمه وه ددومره لوی شمېر بندیانو په آزادۍ سره د سولې خبرې پيل شي او بلاخره يو اوربند یا لږ تر لږه اورکم ته ورسېږو، خو اوس نه يوازې اوربند او اورکم ونشول بلکې اور زيات شو او طالبانو خپلې جګړې ته زور ورکړ.

شايد يوازې امرالله صالح نه وي چې پخپله دې پرېکړه خفه وي، بلکې د حکومت دننه نورو کړيو هم پدې هکله وخت نا وخت خپل خفګان څرګند کړی دی، دوه مياشتې کېږي په دوحه کې بين الافغاني خبرې روانې دي خو حداقل تراوسه په دې توافق نه دی شوی چې خبرې په کوم اساس وشي، نه يوازې چې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی بلکې دلته په افغانستان کې ورځنی جګړه هم زياته شوې ده.

طالبانو د امريکا سره د توافق په مهال دا ژمنه کړې وه چې د جګړې سطحه به راټيټوي، بین الافغاني خبرې به پيلوي، که څه هم بين الافغاني خبرې په ښکاره پيل شوې خو د طالبانو د نرمښت نه ښوودلو له کبله په ټپه‌ درېدلي دي، ترټولو مهمه وعده چې د جګړې د شدت کم والی و هم عملي نشوه، بلکې د جګړې اور لا زيات شو، د ولسواليو تر سقوطه پورې ورسېد او په ډېرو برخو کې هېودوال د خپلو کورونو بهر شول او کډې یې وکړې.

کېږي به څه؟
پدې هکله پوهان مختلف نظرونه لري، افغان حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر غني لومړی مرستيال امرالله صالح وايي چې د خپل هېواد او خلکو دفاع ته چمتو دي، د بلې خوا بیا ځينې پوهان او د چارو شننونکي وېره څرګندوي چې د بين الافغاني خبرو پاشل به د‌ جګړې شدت نور هم زيات کړي او افغانستان به بيا د ۹۰ مو کلونو دورې ته يوسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.