The news is by your side.

کرونا, کام ایر هوایي شرکت د پیسو شکول پیل کړي

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا ویروس له امله په هندوستان هېواد کې پاتې بند افغانان شکایت کوي، چې د کام ایر هوایي شرکت ښه په ډاګه له دوی د پیسو شکول پیل کړي.

په هند کې پاتې بند افغانان زیات شمېر یې د درملنې لپاره تللي، دوی وایي: په هند کې یې د افغانستان له سفارت سره خپلې ستونزې شریکې کړې وې، چې سفارت یې په اقدام کې څو پروازونه له کام ایر هوایي شرکت وپلورل.

په هند کې بند پاتې افغانان له کام ایر هوایي شرکت شکایت کوي، چې په ډاګه یې د پیسو شکول پیل کړي او د یو ټکټ بیه یې له ١٥٠ ډالر ٥٣٥ ډالرو ته لوړه کړې.

دوی زیاتوي، خپله له یوې ډېرې اقتصادي ستونزې او اړتیاوې لري حکومت دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

اوس مهال په هند کې هم د کرونا ویروس څخه د خوندیتابه په موخه، د ګڼې ګوڼي او د تګ راتګ لوی ځایونه تړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو ورځو کې د کرونا ویروس سخت زور اخیستی او په ټوله نړۍ کې یې د قربانیانو شمېر په لوړېدو دی.

افغانستان کې هم د کرونا ویروس له خطره د خوندیتوب په موخه یو شمېر لوی ولایتونه قرنطین شوي او په ځینو کې بیا د تګ را تګ او ګڼې ګوڼي ځایونه تړل شوي دي.

تر دې دمه په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر اتیاوو رسېدلي او له دې ویروس د مړینې پېښې دوو ته رسیږي.

افغان حکومت له دې ویروس د مخنیوي او خوندیتابه په موخه نور اقدامات هم په پام کې لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، که هېوادوال احتیاطي تدابیر په پام کې ونه نیسي او وقایوي لارښوونې تطبیق نه کړي، د افغانستان سم نیمایي نفوس به پر کرونا ویروس اخته شي.

د کرونا ویروس په خپرېدو سره په هېواد دننه هم ډېر شمېر هېواد وال شکایت کوي، چې هټۍ والو پرې د لومړنیو خوراکي توکو بیې په بې سارې کچې لوړې کړي، که څه هم حکومت یې پر وړاندې اقدام وکړ او یو شمېر هټۍ یې هم وتړلې خو لا هم په ځینو ځایونو کې دا چاره روانه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance