The news is by your side.

آيا تر اوسه مو داسې کب ليدلى چې د اوبو پرته ژوند وکړي؟

تراوسه مو داسې کب ليدلى دى چې له اوبو پرته ژوند کوي؟

خبریال وېب پاڼه/ نړۍ کې به له داسې څيزونو او مخلوقاتو سره مخ شﺉ چې هېڅ يې د انسان عقل ونه شي منلی.

که يو څوک له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې کب د اوبو

!پرته ژوند کولى شي ستاسو ځواب به نه وى

ځکه دا ژوي د اوبو پرته ژوند نه شي کولى په بحر او يا هم سيند کې ژوندي پاتې کيداى شي.

کب چې څنګه وچې ته راووځي سم د لاسه مري.

مګر! اوس به د يو داسې کب په اړه پوه شئ چى د يو څه وخت لپاره په وچه هم ژوند کولى شي.

دا کب د امريکا د چاپيريال ساتنې اِدارى له خوا موندل شوي د نوموړي اِدارې د رٸيس په وينا دا کب د ډېر وخت لپاره دوى په اوبو کى ساتلي وو مګر تر نورو کبانو بدل او داسې عجيب غوندې ښکارېده نو ځکه دوى په ياد کب باندې تجربې او څېړنې ترسره کړې چې نوموړى کب وکولاى شول د څلور ورځو لپاره د اوبو پرته ژوند وکړي.

نوموړي کس زياته کړه چې دا کب د اوبو دننه کې نورو سمندري ژوو او بوټو ته هم ضرر رساوو يو ډول مايع به يې له خولى افرازوله چى ژوي به مړه کېدل او څه نا څه سمندري بوټي يې هم وچ کړي وو نو له دې امله موږ په ياد کب شک پيدا شو او ازمايښت مو پرې ترسره کړو.

د دې تر څنګ د خوړلو څخه يې هم منع شوي، شايد د انسان د مرګ سبب شي ياد کب د نړۍ د خطرناک ترين حيواناتو او ژوو نوملړ ته ور  إضافه شو چى (US Fish and wild life service)
نوميږى. ياد نوملړ په ٢٠٠٢م د امريکا د چاپيريال ساتنې اِدارې له خوا جوړ شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance