The news is by your side.

د عمران خان سفر/ او د افغانانو ویښتابه

اوس افغان ولسونه ویښ سوی او د هر دښمن په چلونو فریبونو اود هغوی په موخو پوهیږي هغوی که هرڅومره په موسکا او ښایست سره راځي خو افغان ولس د دې مکارو په چلونو نور نه غولیږي او هر چل ته يې چمتوالی لري که څه هم د عمران خان لپاره پوره یوه اونۍ چمتوالی  او ښه راغلاست نیول کیده خو ولسونو د هغه راتګ په مرګ پر پاکستان او عمران خان بدرګه کړ، د لته چا ترهګر او چا د نیابتي جګړې ټېکې وهلې او د افغان انسان د وژنې او زورونې پروژې پلې کوي د دې رزیلو کړیو څو په کور دننه اجنټان هم لرو چې ناست او زموږ وژنو ته چکچکې وهي تر دې وړاندې موږ قربانۍ ورکولې خو خپل دښمنان مو ستایل اوس دښمنان راته خاندې خو موږ يې غندو موږ مرګ پر ده وایو، ځکه باور  لرو چې دوه ژبې، دوه موخي او  دوه مخه لري دا ډول دښمنان خورا خطرناک وي.

هغوی فکر کوي چې افغانستان اوس هم د لسیزو وړاندې افغانستان دی خو داسې نه ده زموږ درنو ولسونو د عمرانخان د راتګ لپاره ګلونه نه بلکي پر هغه او د هغه پر بیرغ یې د سور رنګ په وسیله د غلط علامه کش کړه لیري نه ده چې دا انقلاب به د هر افغان رګ رګ ته رسیږي او د دې د ښمنانو په وړاندې به د نفرت وینه پکښي بهیږي د دولتونو ترمنځ اړیکي او تګ راتګ په نورو هېوادونو کې خورا عادي مسله ده خو د عمران یا د پاکستان د کوم چارواکي راتګ د لته په خلکو کې غوغا او نفرت پورته کړ.

هغویې هيڅ خوښ نکړل چې د یوه دښمن او دوه مخې هېواد مشر دي راسي له هغه وروسته هغه چمتوالي چې دولت په واټونو کې د پآکستان بیرغونه او د عمرانخان عکسونه لګولي وو، نور هم خلکو ترې نفرت وکړ یوه افغان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکي وو، چې زموږ په پآکو واټونو کې د پاکستان بیرغ داسې را لګیده لکه د بندن غوښې چې مې چا پرې کولې.

همدومره نفرت بس دی انشاالله چې نوي نسلونه به همدا نوی ویښتابه تعقیبوي او هیکله به دا مسیر نه پرېږدي څومره ښه ویښتابه او څومره ښه یوالی د یوه دښمن هېواد په مقابل کې د هغه هېواد په مقابل کې چې کلونه کلونه يې و وژلو و يې زورولو او لاهم خپلو دې شومو کړنو ته دوام ورکوي.

نن د هغه هېواد مشر راغلی او موږ ته يې د دوستۍ ډاډ راکړ دولت ومانه او چا وچا یې په هکله ولیکل خو داسې نه ده ولسونو خورا په زوږ او یوه ږغ سره وویل پاکستان زموږ دښمن دی که اوس د دوستي نارې وهي هغه باندې هم شک دی.

او که هرڅه کوي که څه هم زما وده وي خو نې غواړم هر کله چې پاکستان افغانستان سره د مرستې ږغ کړی هیڅ یوه افغان بیا هم په دې مجبوریت کې نه دی منلی ځکه که سره زر وي هم د پاکستان له کوره یې نه غواړي.

عمرانخان د پرمختګ او اړیکو ښه کولو لپاره راتله خو داسې ونسو لاریونونه وسول غبرګونونه ښکاره سول او عمرانخان ته وویل سول چې زموږ هېواد ته مه راځه اړتیا نسته پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وویل چې عمران د دې پرځای چې کابل ته ولاړ سي لومړی دي  په خپل هېواد کې د ترهګرو ځالې او استوګن ځایونه له منځه یوسي او له هغه وروسته دي کابل ته د سولې پیغام یو سي.

د ښاغلي خټک  له دې خبرو څخه څرګنده سوه چې عمران د خپلې لوبي یو برخه په دې سفر سره لوبوي نور هیڅ نسته راځي نور هم  د خپلو داخلي او بهرنیو دښمنانو په وړاندې همداسې بسیج او یوځای سو د خوست ولسونو غوندي هر وخت د موقع پر وخت خپل  دښمن وغندو او دا په غوږ ورکړو چې موږ دي هیڅ نه غواړو او هر څه به دي ناکام سي

ع ع

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance