The news is by your side.

بېړنی خبر: د بریتانیا لمړی وزیر هم په کرونا اخته شو

خبریال ډاټ کام/  بریتانوي حکومت اعلان وکړ چې ددغه هیواد لمړی وزیر بوریس جانسن هم به کرونا وایرس اخته شوی دی .

د بوریس ټیسټ ریزلټ هم دا شېبه رارسېدلی او ناروغيیې مثبته ده .

بوریس جانسن چې هره ورځ کار ته ځياو د کرونا وایرس په تړاو هره ورځ خبري کانفرانس ورکي، تر پرون ورځيلا تازه وو او بڼه یې نه وه بدله شوې .

تر دې وړاندي د بریتانیا شاهي کورنۍ اعلان کړی وو چې د ملکې الېزابت زوی شهزاده چارلس په کورونا وېروس اخته شوی، خو زیاتوي چې روغتیایيوضعیت یې ښه دی. د شاهي کورنۍ یوه ویاند ویلي چې ۷۱ کلن شهزاده د کورونا وېروس نښې ښودلي، خو د مېرمنې د ازموینو پایله یې منفي وه او هغه روغه ده.‌

دوی دواړو د اوس لپاره د سکاټلنډ په بالمورال ماڼۍ کې ځانونه له نورو خلکو ګوښه کړي دي.

تر دوی وړاندي‌ د بریتانیا د روغتیا مرستیال وزیره هم په دغه ناروغي‌اخته شوې وه .

د نړۍ په لر اوبر کې ډېری سیاسي‌مشران په کرونا وایرس اخته شوي ‌؛ په بر مخ تللو هیوادونو کې ددغه ناروغانو نومونه پټ نه ساتل کېږي ، خو په وروسته پآتې هیوادونو کې حکومتونه د سیاسي ‌مشرانو نومونه نه ښکاره کوي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance