The news is by your side.

هغه هېوادونه چې مېرمنې پکې ترټولو ارزانه پلورل کېږی

خبريال وېبپاڼه/ د پخوا وختونو څخه اوس د واده کولو او ځانته د مېرمنې پيدا کولو شکل او طريقې ډېر بدلون کړی دی، په نړۍ کې د شرايطو د بدلېدو سره دې برخې هم بدلون کړی، اوس داسې يو وخت کې ژوند کوو چې د څو دقیقو په ترڅ کې کولی شو ځانته يوه مېرمن هم غوره کړو او ورسره واده وکړو.

نن سبا دنيا يو ډيجيټل دور تجربه کوي، دې دور خپل تاثیر په واده او د مېرمنې په پيدا کولو هم کړی دی، د انټرنټ د عام کېدو سره اوس ډېرې زياتې معتبرې وېبپاڼې شته دي چې نارينه کولی شي پکې د خپلې خوښې مېرمن وټاکي او د پيسو په بدل کې یې واخلئ او واده ورسره وکړي.

په دې ليکنه کې په همدې هکله درته په زړه پورې معلومات وړاندې کوو.

روسیه
روس مېرمنې او نجونې يو له هغه مېرمنو څخه دي چې په نړۍ کې ورته تقاضا او غوښتنه ترټولو ډېره ده، په روسيه کې همدا اوس ۶۰ زره مېرمنې د انټرنټ له لارې ځانته خاوند لټوي، په دې هېواد کې د واده پيدا کولو ۵۰۰ شرکتونه شتون لري چې ټول یې قانوني فعاليت کوي.

په روسیه کې د يوې خوا د نارينه و شمېر کم دی د بلې خوا روس نارينه ډېر زيات شراب څښي زيات وخت یې په بې هوشۍ او مستۍ کې تېرېږي او ددې ترڅنګ ډېر یې زر په غوسه کېږي او شدت ډک يو ذهنیت لري، له همدې کبله روس مېرمنې په انټرنټ کې ډېر کله د بهرنیو وګړو سره د واده په لټون کې وي.

کولمبیا
کولمبيا هم يو له هغو هېوادونو څخه دی چې واده کولو پکې د پيسو په بدل کې د انټرنټ له لارې عام دي، په ۸۰ مو کلونو کې چې په دې هېواد د نشه اي موادو او وژنو بده دوره ښځينه د مېړه پيداکولو د ستونزې سره مخ شوې.

ددې هېواد مېرمنې ښکلئ وجود لري، ددوی سره واده کول د انټرنټ له لارې ډېر ساده کار دی، په دې هېواد کې ډېری مېرمنې د واده پيداکولو لپاره ځينې شرکتونو ته پيسې ورکوي، بله نېکه خبره پکې داده چې پدې هېواد کې نجونې ډېر د عمر د فرق په کيسه کې نه دي، ډېری دا ډول نجونو د اروپايي لوړ عمره کسانو سره ودونه کړي دي.

جاپان
په جاپان کې دا کلتور ډېر په مخ تللی دی، دلته د ښځو خرڅول نورمال کار دی، په ځانګړي ډول ډېری امريکايان د ځان لپاره د مېرمنې د اخيستلو لپاره جاپان ته ځي، د جاپان څخه مهاجرت کوونکي کسان ۸۹ سلنه هغه مېرمنې دي د پيسو په بدل کې د بهرنیو هېوادونو د نارينه و سره ودونه کوي او هېواد پرېږدي.

په جاپان کې ډیری ځوانان اوس دا نه زغمي چې واده دې وکړي او د يوې کورنۍ مسولیت دې واخلي له همدې کبله په دې هېواد کې د ځوان نسل کم والی هم په لويه ستونزه بدل شوی دی.

برازيل
برازيل هم يو له هغه هېوادونو څخه دی چې په ډېره ارزانه بيه پکې ښکلې مېرمنې موندل کېږي، په دې هېواد کې د واده موندلو شرکتونه ډېر زيات دي او دولت هم ورڅخه ملاتړ کوي، د برازيل مېرمنې خوش طبعيته دي، شراب او نڅا ډېره زياته خوښوي.

ډېر وخت کېږي برازيل د مالي ستونزو سره مخ دی، له همدې کبله اوس پکې ډېری مېرمنې د پيسو پيدا کولو او یا ددې هېواد څخه د وتلو لپاره د واده لاره ټاکي، هم واده کوي او هم پيسې ترلاسه کوي او هم ځان د برازيل څخه خلاصوی.

ټايلنډ
په ټايلنډ کې طبقاتي ژوند عام دی، مطلب په دې هېواد کې ځینې خلک تر نورو ډېر زيات شتمن دي او ځینې بيا ډېر زيات بې وزله ، ددې هېواد محدود خلک د هېواد د ډېری خلکو څخه ښه ژوند لري او د ډېرې شتمنۍ خاوندان دي.

ډېری غربي ځوانان په ځانګړي ډول د لوړ عمر نارينه د ټايلنډ څخه مېرمنې اخلي، دوی ددې ځای څخه په ارزانه ښکلې نجونې د یوه قيمت په بدل کې اخلي، ویل کېږي ډېری نجونې دغلته ځانونه د یوې معاهدې په بنسټ خرڅوي، مثال يوه ۲۰ کلنه نجلۍ چې په رنګ کې ښکلې وي د ۵ کلونو لپاره خپل ځان په ۱۲ زره ډالر پلوري.

اوکراین
اوکرایني مېرمنې په ښکلا کې مشهورې دي، ددې هېواد د اودېسا ښار د مرکز څخه فعاليت کوونکې د واده کولو يا خاوند موندلو يوه وېبپاڼه په اوکراین کې ترټولو ډېره ليدل شوې وېبپاڼه ده.

په دې هېواد کې هره ورځ په زرګونه ښځې د انټرنټ له لارې د نورو نارينه و سره خبرې کوي، اړيکې جوړوي او ځينې چې سره جوړ شي واده کوي.

په اوکراين کې د بل هر هېواد په نسبت د واده کولو وېبپاڼې زياتې دي، په دې وېبپاڼو کې بيا په زرګونه مېرمنې دي چې ځانونه يې ثبت کړي دي او ځانته خاوند لټوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance