د کابل بې برقۍ خلک او صنعت دواړه ځپلي
خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان د برېښنا مسله اوسنۍ نه ده، خو د ولسمشر غني د راتګ سره هغه نسبي برېښنا هم اوس نه ليدل کېږي، ولسمشر غني چې کله د ولسمشرۍ کانديد وه نو ويل به یې په څلورو کلونو کې به دومره برېښنا تولید کړي چې ان قبايلو ته به يې ورکړي خو اوس چې غني خپل ۶ کاله هم تېر کړل ان په کابل کې برېښنا نه تر سترګو کېږي.
تولیدي کارخانې فلج دي
نه يوازې چې بې برقۍ خلک سخت ځپلي دي، بلکې په هېواد کې هغه محدودې فابریکې او کارخانې یې هم ځپلې دي، حکومت د کورونا ويروس په وړاندې څو میاشتې کرنټین اعلان کړ چې زيان يې ډېر ګټه یې صفر وه، خلکو هم کرنټین مراعت نه کړ او دولت ته هم چې څنګه پکار و کرنټین يې په خلکو عملي نه کړ، پايله یې دا شوه چې تولید کم شو کورونا همغسې خوره شوه، پایله زیان شوه.
اوس چې تازه فابريکو او کارخانو په کار پيل وکړ د بې برقۍ سره مخ شول، حکومت صرف د یوه ښار برېښنا هم نشي برابرولی، وعدې يې دا کولی چې برېښنا به صادره کړي او اوس پلازمېنه هم تياره ده.
په کابل کې فعاليت کوونکې فابريکې او کار خانې د سقوط سره مخ دي، دا کار خانې چې شمېر یې تر ۱۵۰۰ رسېږي اوس ټولې د زيان سره مخ دي او ځينې ان په دومره بد وضعیت کې دي چې کېدی شي سقوط وکړي او ټول کاريګر یې هم دغلته خپلې دندې له لاسه ورکړي.
دغه فابريکو به پخوا کم تر کمه ۱۲-۱۳ ساعته برېښنا درلوده خو اوس صرف ۴-۵ ساعته برېښنا لري، د بې برېښنايی له کبله ددې فابريکو توليدات نيم په نيمه راکم شوی او دلته فعاليت کوونکې نور د رقابت څخه لوېدلي او پدې غم کې دي چې سقوط ونکړي.
يوازې ژمی نه دی
د ولسمشر غني د واکمنۍ سره سم نه يوازې چې د ژمي برېښنا کمه شوه بلکې هغه د اوړي د موسم ۲۴ ساعته برېښنا هم شتون نلري، پخوا به د اوړي په موسم کې ۲۴ ساعته برق و او په ژمي کې به يو څه راکم شو، د غني د راتګ سره سره د اوړي په موسم کې برق د ۲۴ ساعتونو څخه ۱۲ ساعتونو ته راولوېد او د ژمي برق بيا تر ۴ ساعتونو راټيټ شو.
خلک تر پوزو راغلي
په کابل او ولایتونو کې خلک د موجود حکومت او ټيم څخه نور پوزو ته راغلي، موجود ډبل پاسپورټه چارواکي چې صرف افغانستان ته ددې لپاره راغلي چې د چور ښه وخت دی د افغانانو سره صرف غوړې وعدې کوي او په عمل کې د افغانانو خپلې وينې خوراک دي.
چې نه برېښنا شته، نه امنیت شته، نه د ترهګر مخه نيول کېږي، نه څوک د غله مخه نيول کېږي، نه ترافيک کنټرول کېږي، نو اخر د حکومت چارواکي څه کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.