The news is by your side.

کابل ښار کې د برېښنا نشتوالي او ستونزې يې.

خبريال وېب پاڼه /د افغانستان د صنايعو او معدنونو خونه وايې د ازبکستان هيواد څخه د وارداتي برېښنا د کمښت او نشتون له امله اتيا سلنه فابریکې او صنعتي پارکونه له ستونزو سره مخ دي او همدارنګه تر ١٥ زرو زيات کارکوونکي بيکاره شوي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايې دوي د تيرې يوې مياشتې راهيسې په ٢٤ ساعتون و کې يوازې شپږ ساعته برېښنا لري  چې کابل ښاريان يې د ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايې ازبکستان هيواد کې د اوبو کمښت او ځينو نورو ستونزو له امله افغانستان ته د برېښنا په صادرول له ٤٥٠ ميګاواټو  ٣٨٠ ميګاواټو  راکم کړي دي.

افغانستان برېښنا شرکت وايې چې د وارداتي برېښنا څخه ٢٠٧ ميګاواټه کابل ته رسېږي او د برېښنا داخلي تولید هم٢٠٦ ميګاواټه ښودل شوي دي.
د څيړنو له مخې کابل ٥٥٠ ميګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو، اوس مهال کابل ښار يوازې ٢٦٥ ميګاواټه برېښنا ته لاسرسى لري.

سږکال د کرونا اوبا له وجهې د قرنطين پرمهال ګڼ شمېر فابریکې په ټپه ولاړې وې چې اوس مهال يې تازه په فعالیت پیل کړي خو، يوځل بيا د برېښنا د نشتوالي له کبله يې کارونه ولاړ دي چې ګڼ شمېر خلک هم ورسره بيکاره شوي دي.

کريم عظيمي د کابل ولایت د صنايعو او معدنونو رئيس وايې چې د کابل دننه ١٥٠٠ څخه زياتې لويې او وړې فابریکې فعالیت لري چې په ٢٤ ساعتونو کې پخوا ١٢يا ١٣ ساعته برېښنا لرله چې اوس مهال يوازې ٤ يا ٥ ساعته برېښنا لري چې ورسره يې کار په ټپه ولاړ دي او په زرګونو تنه کارکوونکي يې بيکاره شوي.

د کابل ښار د فابريکو څښتنان وايې د برېښنا دوامداره نشتون او د برېښنا د ولټاژ کمښت د فابريکو ماشينونو ته زيان رسولى دى او د ماشينونو خرابيدو په خامو موادو هم اغېزه کړي.

د کابل ښار د يو تولیدي شرکت څښتن وايې چې د برېښنا نشتون دوي ته هره ورځ په زرګونو افغانۍ زيان رسوي او ١٥٠ تنه کارکوونکي يې له کاره ګوښه کړي دي.

د کابل ښاريان د حکومت څخه ژر تر ژره د برېښنا د ستونزې حل غواړي چې حکومت تراوسه د برېښنا د ستونزې په حلولو کې پاتې راغلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.