The news is by your side.

کندهار کې ۱۳۳۶۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په کندهار ښار او پنځلسو ولسوالیو کې ۱۳۳۶۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخونه ورکوي.

د کندهار د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سیدحفیظ الله سیدي خبریال وېبپاڼې ته وویل، دغه پروګرام د کرهڼې او مالدارۍ وزارت له انکشافي بودجې تمویلېږي، چې په ترڅ کې به یې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۶۸ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شویو تخم ووېشل شي.

د هغه په خبره، په دې لړ کې به د کندهار ښار او ډنډ، دامان، ژړۍ، میوند، پنجوايي، شاه ولیکوټ، تخته پل، سپین بولدک، ارغستان، خاکرېز، معروف، میانشین، نېش او غورک ولسوالیو بزګزانو ته د دوه جریبه مځکي لپار د غنمو پنځوس ـ پنځوس کیلو اصلاح شوی تخم ورکړي.

د کرهڼې او مالدارۍ رییس په وینا، د دغو تخمونو په کرلو به په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتولی راشي او هم به د هغو مرضونو مخه ونیول شي، چې تېرو کلونو کې په غنمو لګېدلی و او حاصلات یې کم کړي وو.

په کندهار کې اوس هم کوکنار کرل کېږي

د کندهار د کرهڼې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست په داسې حال کې بزګرانو ته د غنم اصلاح شوی تخم وېشي، چې لا هم د دې ولایت په اکثر ولسوالیو کې کوکنار کرل کېږی.

که څه هم حکومت ژمنه کړې، چې د کندهار په شمول د هېواد یو شمېر ولایتونو کې یې د کوکنارو د بدیل کښت زمینه برابره کړې، خو بیا هم په دې برخه کې ګڼې اندېښنې موجودې دي، چې له امله یې یو شمېر ولایتونه ناامنه او له دې لارې د کوکنارو د کښت زمینه برابره شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.