The news is by your side.

په تېرو لسو میاشتو کې د زورزیاتي له امله ۱۶۷ افغان مېرمنې وژل شوې

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان د بشر حقونو خپواک کمېسیون وايي، په تېرو لسو میاشتو کې په دې هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله ۱۶۷ مېرمنې وژل شوې دي.

د یاد کمیسیون یوې کمېشنرې شبنم صالحي نن کابل کې رسنیو ته وویل، په تېرو لسو میاشتو کې افغانستان کې له ښځو سره د جسمي او فیزیکي تاوتریخوالي ۱۲۴۱ پېښې ثبت شوي چې ۲۸۱ پکې د وژنو، تیري، تښتونو او ځان وژنې دي.

هغې زیاته کړه، یادو پېښو کې ۱۶۷ هغه یې د مېرمنو د وژنې دي، چې ډېرو پېښو کې د قربانیانو د خپلو کورنیو نږدې غړي ښکیل بلل شوي دي.

د هغې په وینا، له دغو ۲۸۱ جدي پېښو څخه د ۱۲۳ عاملین نیول شوي خو ۱۵۸ نورو ته رسیدګي نه ده شوې.

شبنم صالحي وايي په دې موده کې د جنسي زورزیاتي ۱۳۰ پېښې ثبت شوي او په وینا یې، د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې د جنسي تاوتریخوالي پیښې تر ډېره پټې ساتل کېږي او راپورونه یې نه ورکول کیږي.

مېرمن صالحي وايي، دوی په دې موده کې د اقتصادي تاوتریخوالي چې له نفقې، میراث او ملکیت بې برخې کول پکې شاملېږي، شاوخوا ۶۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

همدا راز زیاتويو په دې موده کې یې له کوره د شړلو، جبري ودونو، تر وخت وړاندې ودونو، په بدو کې د ورکړې او له زدکړو د بې برخې کولو په څېر د تاوتریخوالي د نورو بڼو ۳۸۵ پېښې هم ثبت کړې دي.

د تاوتریخوالي عوامل

ناوړه دودونه، ناامني، ولایتونو او ولسوالیو کې کمزوری حاکمیت،د معافیت فرهنګ، له مجرمانو سره د پرېکنده چلن نه کیدل، اداري فساد او له دندې ناوړه استفاده له ښځو سره د زور زیاتي د پېښو ستر عوامل بلل شوي دي.

حل لارې

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د خپلو حقونو په اړه د ښځو د پوهاوي د کچې لوړاوی، د ناوړه دودونو او رواجونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ګټورو لارو چارو موندل، د قانون حاکمیت او تطبیق، له مالي اړخه د مېرمنو خپلواکۍ ته د زمینو برابرول، په لویو او ملي پرېکړو کې ښځو ته د ونډې ورکول او دغه راز د ښځینه قاضایان، څارنوالانو او وکیلانو ګومارل له ښځو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره د مشخصو وړاندیزونو په توګه وړاندې کړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance