The news is by your side.

د ژوند شپږ تريخ او ستر حقيقتونه.

خبريال وېب پاڼه /انسان هر وخت غواړي چې د ژوند اسانتیاوې ولري خوشحاله او د خوښيو ډک ژوند وکړي خو،ژوند ستر حقيقت دا دى چې انسان بايد ځينې وخت سختيو کې ژوند وکړي که د ژوند هر څومره امکانات او سهولتونه هم ولري تر څو د هغو انسانانو له حالاتو خبر شي چې د ژوند سختي شپې ورځې تېروي دا چې انسان څوک دى ولې او د کوم هدف لپاره ژوند وکړي؟ آيا انسانان د يو بل ترمنځ توپیر لري او انسان کومې ځانګړتياوې لري ولې انسان ځينې وخت د مشکلاتو سره مخ کيږى؟ راځئ چې د ژوند په حقیقت او هدف پوه شو.

١-ښه خلک هر وخت د بدو پيښو سره مخ کيږى: شايد موږ هم په دي ډول خلکو کې راشو هغه خلک چې موږ پيژنو يا يې موږ يوازې د نوم سره آشنا يو په واقعیت سره ښه خلک دي چې
زياتره وخت د بدو پيښو سره مخ کيږى لکه جرم، بى باوري، نفرت، د مينى او محبت نشتون، او نور، دا په دي معنٰى نه ده چې دا اشخاص بد دي البته ددوي د ښه نيت له وجهې د بدو پيښو قرباني کيږي.

٢- يوازې تعلیم او تحصیل د بريا لپاره بسنه نکوي:تعليم د ژوند يو تر ټولو مهمو اړتیاوو څخه دي چې بايد هر انسان يې په حاصلولو کې هلې ځلې وکړي خو، ښه اخلاق، نيک چلند، د ټولنې لپاره خدمت، متقابل احترام لرل، باور ساتل، د يوه بريالي انسان نښې نښانې دي.

٣-حکومت له تا سره مرسته نه شي کولاي :دا چې حکومت د خپلو خلکو د هوساینې لپاره مکلف دى چې د خلکو لپاره اسانتیاوې، دندې، د پرمختګ اسباب، او نور برابر کړي او ځينې وخت خلک بيا په حکومت نيوکې کوي خو، خلک بايد د حکومت د مرستو او سهولتونو لپاره خپل وخت او بخت د لاسه ورنکړي.

٤- پيسې چې د ژوند اصلي او مهم عنصر دي خو څه به وشي چې موږ پيسې ونه لرو:نړۍ د پيسو په واسطه پرمخ روانه ده هر انسان غواړي زياتي پيسې ولري خو، هر انسان بايد دا په ياد ولري چې په پيسو ټولنه، خلک، کورنۍ، ماشومتوب او حتآ انسان نه شي اخيستې.

٥- ټولنيزې شبکې به ستا ژوند واخلي :ټولنيزې شبکې چې اوس مهال يو ډول ناروغي ده او ځوانانو کې زيات شهرت او استعمال لري چې زيات استعمال يې د انسان د ذهني کمزورتیا، د جسمي او جنسي کمزورتیا، د زړه ناروغيو سبب هم ګرځي.

٦-د هر چا بښنه مه غواړه:دا چې انسانان يو د بل سره په څيره اخلاقو، فکر او چلند کې توپير لري او ځينې وخت نيک خلک د زياتو تيروتنو سره مخ کيږى چې دا هم د هغوي په رول يو ډول تاثیر غورځوي چې بار بار د بښنې غوښتلو کوشش کوي دا ډول اشخاص بايد د هر چا بښنه ونه غواړي.

ژباړه:فيصل مومند 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance