پاکستان بیا له افغانستان سره درواغجنې ژمنې کړې دي
خبریال وېبپاڼه/ د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي او پر یو شمېر مسایلو یې بحث او خبرې اترې کړې دي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغان سولې پروسې، امنیت، کډوالو بېرته ستنېدو او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې کړې او د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ یې څرګند کړی دی.
محمد حنیف اتمر په خپل ټوېټر لیکلي، چې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره یې په پورتنیو یادو شویو مواردو بحث کړی او د همکارۍ ډاډ یې ترلاسه کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په خپل ټوېټر لیکلي چې پاکستان د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره دغه هېواد سره همکاریو ته ژمن دی او د سوداګرۍ، امنیت، افغان سولې او د کډوالو بېرته ستنېدو ترڅنګ به د سولې روانه پروسه کې دې هېواد سره هر اړخیزه همکاري کوي.
عمران خان هم ورته ژمنه کړې
کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په ترڅ کې د نوموړي او ولسمشر غني ترمنځ هم دواړو هیوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو او ملاتړ په اړه پر یو نوي ګډ سند هوکړه شوې ده.
په دغه سند کې هم د سولې، امنیت او د اقتصادي همکاریو څخه ملاتړ، پراختیا او مرسته کول او افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل شامل دي.
په یاد سند کې دا هوکړه هم شوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل هیواد پر ضد نه کارول کیږي او ترڅنګ یې د هغو کړیو او مخالفینو پر افشا کولو هم هوکړه شوې چې سوله نه کوي.
عمران خان ویلي و، چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او حکومت یې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو لپاره هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دی او د افغان سولې په بهیر کې د مذاکراتو میز ته د طالبانو په حاضرولو کې خپل رول لوبولی دی.
د پاکستان درواغجنې ژمنې
پاکستان بیا بیا له افغانستان سره ژمنې کړې دي، خو هیڅ ژمنه یې نه ده پورې کړې او د خپلو ګټو لپاره یې دلته د طالب په لاس د جګړې ډګر تود ساتلی دی.
د سولې ټکنۍ پروسه کې هم د پاکستان مستقیم لاس دی، دغه هېواد په هر ډول کولای شي چې طالب اورپکي اوربند او یا د سولې د بین الافغاني خبرو اترو پیل ته راضي کړي، خو د خپلو ګټو لپاره یې دغه چاره نه ده ترسره کړې.
ظاهرً پاکستان له افغانستان سره د دوستانه اړیکو د درلودلو هیله څرګندوي، خو په باطن کې پر افغان خاوره د بدبختۍ لوی عامل همدا هېواد دی چې د طالب په لاس یې دلته ناروا جګړه روانه کړې او له امله یې د وینو ویالې بهېږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.