The news is by your side.

ناټو وايي، په افغانستان کې پاتېدل او وتل دواړه ستره بیه لري

خبریال وېبپاڼه/ ناټو وايي، په افغانستان کې یې د ځواکونو پاتېدل او ایستل دواړه زیانونه لري او باید د جګړې مالي او ځاني لګښت پرې کړې.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د امریکا له منتخب ولسمشر جو بایډن سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د نوموړي په خبره، دواړو لوریو په سیمه کې پر روان وضعیت او همدا راز له دغه هېواد د سرتېرو پر ایستلو بحث کړی.

ینس سټولټبرګ وایي، ناټو که په افغانستان کې پاتې کېږي، سر او مال بایلي او که له دغه هېواده وځي بیا نو بیه یې بیا د تېرو لاس ته راوړنو قرباني ورکول دي.

ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د ماموریت د پای ته رسولو لپاره باید بېړه ونه شي.

امریکایان افغانستان کې له خپلو لسو اډو وتلي

 د ناټو عمومي سرمنشي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې تېره اوونۍ امریکايي ورځپاڼو د افغان او امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې امریکا په افغانستان کې له لسو اډو خپل سرتېري ایستلي دي.

څه موده مخکې د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان اعلان وکړ، چې افغانستان او عراق کې د خپلو ځواکو شمېر تر ۲۵۰۰ ټیټوي.

د دې اعلان له مخې، افغانستان کې امریکايي پوځیان له ۴۵۰۰ تر ۲۵۰۰ کمېږي او عراق کې هم د ۵۰۰ امریکايي پوځیانو کمېدو سره دغه هېواد کې د دې پوځ شمېر ۲۵۰۰ ته ټیټېږي.

د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنې

ناټو له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړې اندېښمن کړی او ویلي یې و، چې له افغانستان د ځواکونو بېړني او ناهمغږي وتل به درنه بیه ولري او له طالبانو سره د سولې خبرې به کمزورې کړي.

دوی اندېښنه ښودلې، چې لا هم خطر شته چې د بریدونو پلانولو لپاره افغانستان د نړۍ‌والو ترهګرو په ځاله بدل شي.

بل خوا د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د دغو ځواکونو په وتلو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې دي، چې له افغانستان د ځواکونو بېړني وتل به د جګړې د دوام لامل شي.

عبدالله ویلي و، له افغانستانه چې لا هم پکې جګړه روانه ده د امریکايي ځواکونو په وتلو کې بېړه شوې او ښايي د جګړې د دوام لامل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.