The news is by your side.

غني د سولې له کاروانه شړل کېږي

 خبريال وېبپاڼه/ په داسې حال کې چې ولسمشر غني د سولې د روانو مذاکراتو په وړاندې کافي خنډونه رامنځته کړل د خپلو‌ نړيوالو متحدينو حوصله یې هم پای ته ورسوله.

اروپايي ټولنې، برتانیا او امریکا د مصالحې د شورا د فوري تشکيل غوښتنه کړې ده او په دې ډول یې د سولې چارې د غني له لاسه د لرې کولو تکل کړی دی.

ولسمشر غني په دې هڅه کې دی چې خپله دوره پوره کړي او په هېڅ ډول د سولې خبرې پرمختګ ونکړي، د ولسمشر چې څه په وس کې کېږي د سولې خبرې ځنډوي، پکې خنډ جوړوي او اوس ان د خپل ټيم سره په جنګ دی.

د توافق څخه شا تګ
څو ورځې وړاندې په دوحه کې د حکومت استازي د طالبانو د استازو سره د بين المللي ټولنې د سخت فشار لاندې د خبرو په طرزالعمل باندې توافق ته ورسېدل، دوی د طالبانو سره دا توافق په بشپړ ډول ومانه او نور بايد په اصلي اجنډا او مهمو مسایلو خبرې پيل شوې وی.

خو ولسمشر غني ددې توافق سره کلک مخالفت وښود او د حکومت د ټيم مشر معصوم ستانکزی یې فوراً کابل ته راوغوښت، ویل کېږي ولسمشر غني ستانکزي ته سخت غوسه شوی و چې ولې یې پخپل سر توافق کړی دی، ولسمشر غني غواړي چې د سولې خبرې وځنډوي، غني هيله لري چې د جوبایډن د لوړې څخه وروسته به هغه د افغان سولې په هکله تجديد نظر وکړئ خو د جوبایډن تر لوړې پورې لا دوه مياشتې وخت پاتې دی.

نړيوال د غني په نيت پوه شول
نړيواله ټولنه چې په افغانستان کې نوره ستړې ښکاري د يوې خوا نه غواړی نور په افغانستان کې نظامي شتون ولري او د بلې خوا نه غواړی د افغان حکومت بوج پخپلو اوږو بار کړي، بدون له شکه چې جګړه د يوې خوا خپل ذاتي مصرف لري او د بلې خوا په افغانستان کې اقتصادي څرخ دروي او ددې سبب کېږي چې افغانستان پخپلو پښو ونه درېږي، نړيوال له همدې کبله غواړي چې د جګړې مصرف صفر کړي، په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او په سوليز افغانستان کې نور اقتصاد مخ په غوړېدو شي او افغانان نور خپل ځان پخپله موړ کړي.

له همدې کبله اوس داسې ښکاري چې د سولې چارې د مصالحې عالي شورا ته سپارل کېږي او ددې پروسې څخه د غني د مخالفت لاس لنډېږي، پدې ډول به ان نور ولسمشر غني ته د روانو مذاکراتو په هکله کوم راپور هم ورنکړل شی او ټولې چارې به د مصالحې عالي شورا سمبالوي، د مصالحې عالي شورا د افغان سياستوالو او کرزي ملاتړ هم له ځان سره لري او د طالبانو سره د خبرو پرمختګ ته ژمن دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance