پکتیکا کې د پیازو او کچالو ۴۱ ذخیرې او اته ممیزخونې جوړې شوې
خبریال وېبپاڼه/ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، پکتیکا ولایت کې د پیازو او کچالو ۴۱ زېرمتونونه او اته ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد وزارت په یوې خپرې شوې خبرباڼه کې ویلي، دغه زېرمتونونه او ممیزخونې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې جوړ شوي دي.
خبرپاڼه لیکي، یاد زېرمتونونه او ممیزخونې د پکتیکا مرکز او درېوو ولسوالیو کې کروندګرو ته جوړ شوي چې پکې ۱۷ د کچالو او ۲۴ د پیازو صفر انرژۍ زېرمتونونه او اته ممیز خونې شاملې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادې پروژې ټول لګښت ۳۴ میلیونه او ۱۳۴ زره او ۶۰ افغانۍ ده، چې د دې لګښت ۸۰ سلنه د کرنې وزارت او ۲۰ سلنه نور یې برخمن شويو بزګران ورکړی دی.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، ددې تر څنګ پر کروندګرو مېرمنو د مېوو او سبو ۲۸ لمریز وچوونکي دستګاوې هم د دې پروژې له لارې ویشل شوي دي، چې د دغو پروژو په ګټې اخېستنې سره به بزګران وکولای شي خپل حاصلات تر ډېره وخته خوندي کړي او له دې لارې ګڼو بې کارو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په همدې حال کې د پکتیکا چارواکو یادو زېربناوو په جوړولو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې ددې ولایت خاوره، اوبه اوهوا د کرکېلي لپاره مناسب دی او کروندګرو دې له دې فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې له یادو پروژو څخه برخمن شويو بزګرانو د حکومت د دې اقدام ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې له دې لارې به راټول کړي حاصلات په وخت بازار ته وړاندې او د خوسا کېدو او خرابېدو مخه به ورسره ونیول شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه، ممیزخونې او د انارو او مڼو دساتنې په موخه د سارک مدل صفر درجې سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه وېشل شامل دي، چې په ۱۳۹۹کال کې پیل او لومړی پړاو یې ډېر ژر بشپړیږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.