The news is by your side.

امریکا وايي، که د سولې خبرو سره هم‌مهاله جګړه روانه وي، مذاکرات بې معنا دي

خبریال وېبپاڼه/ امریکا یو ځل بیا په ښکېلو اړخونو غږ کړی چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې دایمي اوربند وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ته یې ویلي چې که مذاکراتو سره هم‌مهاله جګړه روانه وي، نو د سولې خبرې بې معنا دي او هیڅ نتیجه به ونه لري.

پمپیو د بحرین په پلازمېنه، منامه کې د ستراتيژيکو مطالعاتو نړيوال انسټيټیوټ په انټرنیټي غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د منلو وړ نه ده او دوی به د تاوتریخوالي کچې پر کمولو خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې، دوحې ته د سفر په ترڅ کې یې د افغان حکومت او طالبانو له مرکچي پلایو سره کتلي او وریاده کړې یې ده، چې باید جګړه نور دوام ونه کړي، ځکه خبرې به نتیجه ورنه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې، چې مذاکرتي پلاوي به د اوربند په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

دوې ورځې مخکې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاويو په دوحه کې د مذاکراتو پر کړنلاره توافق وکړ.

له هغه وروسته د امریکا په شمول بېلابېلو هېوادونو د دې هوکړې هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې ښکېل اړخونه ژر تر ژره اوربند وکړي.

افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو پر مهال د تاوتریخوالي پر کمښت او اوربند ټينګار کړی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره پر تګلارې هوکړه د جګړې پر کمښت یا پای کوم اغېز نه لري، بلکې هر کله چې دواړه لوري په دې برخه کې هوکړې ته ورسیږي، جګړه به پای ته رسېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.