The news is by your side.

روسیې د کورونا ضد درمل جوړ کړ

خبریال وېب پاڼه/د ټاس خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې روغتیا پالانو د کورونا ویروس ضد درمل جوړ کړی دی.

د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي د روسیې د بیولوژیکي او طبي چارو روغتیا پالانو په خپل تازه اقدام کې داسې درمل جوړ کړی چې د انسان په حجرو کې د کورونا ویروس له منځه وړي او د یاد شوي ویروس د پرمختګ مخه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې زبرځواک هېوادونه د دغه ویروس د مخنیوي لپاره پر درمل او واکسین جوړونه لګیا دي. څه موده مخې د امریکا په واشینګټن ډي سي کې چېرته چې اوس د کورونا ویروس په بې سارې توګه د خپرېدو په حال کې دی، د کویډاـ۱۹ ضد واکسین و آزمایل شول خو د کومې مثبتې پایلې خبر یې خپور نه شو.

کورونا په نړیواله کچه تر ۶۶۴ زرو زیات کسان نیولي دي چې له دې ډلې تر ۱۴۱ زرو زیات کسان ورڅخه بېرته جوړ شوي او تر ۳۰ ۰زرو ډېر یې وژلي دي. دغه ویروس اوس په اروپا او امریکا کې د تلفاتو راج چلوي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې تر ۵۰۰۰ زیات وګړي وژلي او تر یو لک شاوخوا پورې ورباندې اخته شوي دي.

ایټالیا، اسپانیا، ایران، چین، فرانسه او بریتانیا هغه هېوادونه دي چې تر نورو زیاتې قربانۍ یې ورکړې دي. یوازې په تېره شپه او ورځ کې تر ۸۸۰ زیات کسان په ایټالیا کې د کرونا له امله وژل شوي دي. تېره ورځ د آلمان د روغتیا وزېرې اعلان وکړ چې د کورونا ضد واکسین جوړول تر یو کال زیات وخت غواړي.

کویډاـ۱۹ په لومړي ځل په چین کې را پیدا شو چې تر ۳۵۰۰ زیات کسان یې هلته هم ووژل خو په دې وروستیو کې په چین کې په نسبي توګه د دغه ویروس خپرېدل محدود وي دي او چین خپل روغتیا پالان د نړۍ نورو هېوادونه ته واستول.

د ټاس خبري آژانس له مخې دغه دارو د روغتیا د نړیوال سازمان له سپارښتونو سره سم جوړ شوی دی خو تر اوسه یې ناروغانو ته د ورکولو اجازه نه ده ورکړل شوې. روسیې دا ادعا هم کړې ده چې د دغه درمل په جوړولو داسې عناصر هم کارول شوي چې پر انسان د کورونا ویروس د بېرته راتګ مخه نیسي. دوی همداراز وایي چې یاد شوی درمل د ټولو جانبي عوارضو مخنیوی کوي. نړوال ټول د همدې رځې په تمه وو.

تر اوسه د روغتیا نړیوال سازما په دې هکله څه نه دي ویلي او نه یې روسیې په اړه تر دې زیات معلومات خپاره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.