بلجیم وايي، موږ هم له افغانستانه خپل سرتېري وباسو
خبریال وېبپاڼه/ د ناټو په مشري د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر امریکا وروسته تازه بلیج ویلي چې په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.
د بلجیم رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د دفاع وزیرې لودیو این دیدونډر ویلي، له چې افغانستانه د ځواکونو وتلو ته چمتوالی نیسي.
میرمن دیدونډر په یوې مرکه کې ویلي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو طرحه راتلونکې اوونۍ پارلمان ته وړاندې کوي.
دا مهال د بلجیم ۷۰ اویا سرتیري په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.
تر دې وړاندې وکړ د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان اعلان کړی، چې افغانستان او عراق کې د خپلو ځواکو شمېر تر ۲۵۰۰ ټیټوي.
د دې اعلان له مخې افغانستان کې امریکايي پوځیان له ۴۵۰۰ تر ۲۵۰۰ کمېږي او عراق کې هم د ۵۰۰ امریکايي پوځیانو کمېدو سره دغه هېواد کې د دې پوځ شمېر ۲۵۰۰ ته ټیټېږي.
ناټو له افغانستان د ځواکونو د وتلو پرېکړې اندېښمن کړی او وايي، چې له افغانستان د ځواکونو بېړني او ناهمغږي وتل به درنه بیه ولري او له طالبانو سره د سولې خبرې به کمزورې کړي.
د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ ویلي، له افغانستان د ځواکونو د وتلو په اړه له سختې پرېکړې سره مخ دي، ځکه په خبره یې، دغه ځواکونه له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په دې هېواد کې پراته دي.
هغه اندېښنه ښودلې، لا هم خطر شته چې د بریدونو پلانولو لپاره افغانستان د نړۍوالو ترهګرو په ځاله بدل شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.