The news is by your side.

اداري فساد هر کال په ميلياردونه ډالر د هيواد اقتصاد ته زيان رسوي.

خبريال وېب پاڼه: د افغانستان د شفافيت کتونکي وايې اداري فساد هر کال په ميلياردونه ډالر د هيواد اقتصاد ته زيان رسوي.

د کتونکو دا ډله وايې که څه هم د فساد پرضد مبارزي لپاره هر کال تر يو نيم ميليارد زياته بوديجه ورکول کيږى خو بيا هم هيواد کې فساد ورځ تر بلې په ډيريدو دى.

د افغانستان د شفافيت کتونکي ادارې رييس محمد اکرام افضلى وايې؛ د افغانستان خلک هره ورځ د فساد له امله د ستونزو سره مخ دي فساد نه يوازى د رشوت اخيستل او ورکول دي بلکې د کارکوونکو حقونه هم ډير کم دى چې دا هم د فساد د رامنځ‌ته کيدو يو مهم لامل دى.

د فساد پرضد د مبارزې کميټه وايې سږکال فساد اوج ته رسېدلې دى او د تير کار په پرتله سږکال په دولتي ادارو کې فساد قضيې ډيري وي.

د فساد پرضد د مبارزې د څارونکي کميټې رييس ميوند روحاني به يوه بيان کې ويلى راتلوونکو کلونو کې بايد فساد پرضد جدي مبارزه وکړو ترڅو مرسته کوونکو هيوادونو ته قناعت ورکړو چې د هغوي مرستې بيځايه نه دي تر څو چې د هغوي مرستي دوام پيداکړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختګ ادارې چارواکي وايې فساد سره رښتيني مبارزه کولى شي افغانستان سره د نړيوالو مرستو زمينه نوره هم زياته کړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختګ اداري رييس عبدالله الدرداری زياته کړه؛ افغانستان کې د فساد پرضد مبارزه د افغانستان د دولت په شمول د افغانستان د ټولو ټولنو دنده ده، موږ هيله لرو چې د فساد سره ريښيني مبارزه به هيواد کې د دوامداره پرمختګ سبب وګرځي. 

بل خوا د پروان والي فضل الدین عيار وايې، مرسته کوونکي هيوادونه خپله فساد ته لمن وهي او هيواد کې د فساد د زياتوالي اصلي عاملین همدوي دي. 

د افغانستان د شفافيت کتونکي وايې د امنيت د نشتوالي او بى بيکارۍ وروسته فساد د افغانستان د خلکو لويه ستونزه ده. 

 

 

 

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.