د صالح او مرتضوي ټکر
د صالح او مرتضوي ټکر
خبريال وېبپاڼه/ نن وروسته له هغه چې په کابل کې بيا راکټي بریدونه ترسره شول د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح په خپل فېسبوک کې وليکل چې داعشي طالبانو دوی ته اخطار ورکړی دی او ورته ويلي يې دي چې که ددوی کوم کس اعدام شي نو کابل به د شیعه ګانو په قتل ګاه بدل کړي.
د امرالله صالح دې خبرې ته سمدستي شاه حسين مرتضوي د ولسمشر فرهنګي سلاکار غبرګون وښود او په امرالله صالح یې تور پورې کړ چې ګواکي دی په ټولنه کې شعیه هراسۍ يا شیعه ډارونې ته لمن وهي او خبر رسونه په مسلکي ډول نه کوي.
د حکومت د دوه لوړ پوړو چارواکو ترمنځ دا ټکر په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د حکومت دننه کړۍ په دې وېره کې دي چې خپله چوکۍ له لاسه ورکوي، د شپې او ورځې خوبونه يې ورک دي او هڅه کوي چې په هېواد کې وضعيت يو ناورين ته يوسي يا نړيوال د افغانستان څخه د وتلو څخه پیښمانه کړي يا د نورو هېوادونو څخه مرستې جلب کړي ترڅو د خپلې چوکۍ دفاع وکړي.
د امرالله صالح خطرناکې څرګندونې
امرالله صالح اوس يوه تازه اصطلاح پيدا کړې ده چې طالبان داعشي ورته وايي، که څه هم د داعش د شتون او فعاليت په هکله په حکومت کې ډېره ګوته نيونه مبهمو کړيو ته نيول کېږي خو امرالله صالح هڅه کوي هغوی په طالبانو وروتپي.
د امرالله صالح ددې خبرو چې ګواکي داعشي طالبانو ده ته اخطار ورکړي دی چې کابل به د شعیه ګانو په قتل ګاه بدل کړي يو ډول د فتنې بوی راځي، د صالح ددې خبرو څخه د تېرو جګړو بوی راځي په کوم کې چې دوی دخيل و او ځانونه یې ددې جګړې اتلان بلل او بولي يې.
طالبان د شیعه ګانو په هکله تل حساس دي، ډېر وخت طالبانو د شعیه ګانو په سیمه کې د جګړې څخه ډډه کړې دا ددې کبله نه چې دوی هلته جګړه نشي کولی ځکه چې طالبان وېرېږي چې هسې نه جګړه يوه مذهبي اړخ پيدا کړي او بل بعد ته ولاړه شي.
حقيقت دادی چې امرالله صالح د خپلې چوکۍ د ساتلو لپاره تر دې هم بدرنګو خبرو او کړنو ته لاس اچولی شي، هغه چې اوس د لومړي مرستيال کارونه پرېښي او د کابل د ښاروالۍ او امنیه قومندانۍ سره يې همکاري پيل کړې ده اوس په دې هم تورن دی چې په هېواد کې ملیشه سازي کوي.
نظام الدین قيصاري چې د حکومت په وړاندې یې وسله جګړه وکړه، نه يوازې جګړه بلکې هغه په فارياب کې په ګڼو ځنځيري قتلونو تورن و کابل ته راغی او د ارګ چارواکو ورسره د یو لوی اتل په شان وکتل، قیصاري په کابل کې د يوې مرکې په ترڅ کې وویل چې که حکومتي چارواکي ورڅخه وغواړي نو دی کولی شي چې خپل غړي او خلک راټول کړي او نظام دفاع وکړي.
قيصاري په داسې حال کې د ملېشو او د نظام ددفاع خبرې کوي چې پخپله يې په بلخ کې په مخامخ جګړه دوه امنيتي ځواکونه په شهادت ورسول او څو نور یې ټپيان کړل.
د صالح ددې څرګندونو سره د نويو شومو دسيسو بوی راځي، دا څرګندونې د ښه نيت نه دي، بلکې ددې اشارې ورکوي چې دوی د خپلې چوکۍ ساتلو لپاره نورو لارو ته مخ اړولی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.