The news is by your side.

روسان د پاکستان په اوبو کې پوځي تمرینونه کوي

روسان د پاکستان په اوبو کې پوځي تمرینات کوي

خبريال وېبپاڼه/ د روسانو او پاکستان پوځي اړيکې د پراخېدو په حال کې دي، پاکستان چې تر دې وړاندې به يې روسيه د مسلمانانو دښمن هېواد باله او ددې هېواد سره د مبارزې لپاره يې د افغانستان د جګړې اور ته تېل وراچول اوس يې د همدې روسیې سره د ګډو پوځي تمرینونو تابيا نیولې ده.

روسي چارواکو هم دا خبر تاييد کړی دی او ويلي يې دي چې دوی به د ځینې نورو هېوادونو سره په ګډه د پاکستان په اوبو کې پوځ تمرینات ترسره کړي، د روسي چارواکو په خبره چې دغه تمرينات به د راتلونکي کال د فبرورۍ په مياشت کې پيل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان روسي پوځيانو ته دا اجازه ورکوي چې ددوی په اوبو او ځمکه کې پوځي تمرینات ترسره کړي، پاکستان ډېره موده کله چې روسانو په افغانستان کې شتون درلود روسان د اسلام او مسلمانانو دښمنان بلل او هغه ډلو ملاتړ به يې کاوه چې په افغانستان کې جګړه کوي خو کله چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېده او افغانستان د جګړې په اور کې وسوځېده نو پاکستان د روسانو سره خپله دوستي اعلان کړه.

په دې عملياتو به د نورو هېوادونو پوځیان هم اشتراک وکړي، دا تمرينونه چې د پاکستان د ساحلي ښار کراچۍ په ساحلو کې به ترسره شي د aman 2021 په نامه یاد شوی دي، په دې عملياتو کې د برتانيا، ترکيې، چين او جاپان پوځي ځواکونه هم ګډون وکړي.

د چين کډون
د چین پوځي ځواکونه به هم ددې تمرينونو يوه برخه وي، پاکستان چې ځانته د اسلام قلعه وايي په داسې حال کې د چين پوځونو ته پخپل هېواد او سمندر کې د عملياتو اجازه ورکوي چې همدا پوځيان همدا اوس په چين کې د مسلمانانو د ښځو سره بد کار کوي د مسلمانو کورنیو نارينه وړي په کمپونو کې يې بندي کوي او په هر مسلمان کور کې يو چينايي نارينه پرېږدي.

ددغه عملياتو په هکله ويل شوي دي چې دا عمليات به د سمندري غلو د مهار کولو او نیولو تمرينونه وي، د روسیې څخه به په دې عملياتو کې دوه بېړۍ یو د سمندري ځواکونو مخصوصه الوتکه ګډون وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance