The news is by your side.

غني له نړۍوالې ټولنې د برېښنا مرسته غوښتې

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د برېښنا د تولید پریمانه سرچینې موجودې دي، خو سره له دې چې له تېرو څو کلونو راهیسې میلیونه افغانۍ په دې برخه کې مصرف شوې دي، تر اوسه دغه هېواد د برېښنا له اړخ له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

تازه ولسمشر غني له نړۍوالې ټولنې د برېښنا د تولید په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

هغه د اقلیم د بدلون په تړاو جوړې شوې نړیوالې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، افغانستان د درې سوه زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او نړیواله ټولنه دې په دې برخه کې مرسته وکړي.

د نوموړي په وینا، افغانستان د شنه کېدو، د عظیمې پاکې انرژۍ د تولید او شنه صنعت د رامنځ ته کېدو لوی فرصتونه هم لري.

غني همدا راز ویلي، چې د اقلیمي بدلون له درکه افغانستان یو له اغېزمنو هېوادونو دی، چې په خبره یې، دلته په هرو پنځو کلونو کې وچکالي راځي او همدا راز د باران موسم په پسرلي کې دی چې د خونړیو سیلابونو د راوتو سبب ګرځي.

هغه زیاته کړې چې د جګړو له امله د ځنګلونو پرې کول هم بله هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او ناورین سبب ګرځېدلی شي.

ولسمشر غني داسې مهال له نړۍوالې ټولنې د برېښنا په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي، چې د پلازمینې کابل په شمول د هېواد ګڼ ولایتونه د برېښنا له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

خنډونه څه دي؟

د برېښنا عواید منظم نه راټولول، کمزوری مدیریت، د چارواکو مداخلې، د وسله والو طالبانو لخوا باج اخیستل او په سیستماتیکه توګه د برېښنا تاسیساتو زیانمنول د افغانستان د برېښنا پر وړاندې عمده خنډونه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance