The news is by your side.

له پرون راهیسې کندهار کې ۶۹ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال په دې ولایت کې ۶۹ وسله والو طالبان ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار نظامي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه عملیات د دې ولایت په ارغنداب، شاه ولیکوټ پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په نتیجه کې یې ۶۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور مرګوني دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په یادو تصفیوي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو دوه عرادې نقلیه وسایط، ۵ کړۍ ماینونه، شپږ پټنځایونه، یو میل دهشکه، یو میل راکټ او یو شمېر نور تجهیزات هم له منځه وړل شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي او د ترهګرو د ځپلو په موخه ګډ تصفیوي عملیات په شدت دوام لري.

د چارواکو په خبره، دغه عملیات د ارغنداب ولسوالۍ تر تصفیې وروسته د (بابا صاحب) ګډو نظامي عملیاتو د دوهم پړاو یوه برخه وه، چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه پیل شوي دي.

خو وسله وال طالبان بیا له خپله اړخه په جګړه کې د پرمختګ خبره کوي او وايي چې یو ځل بیا یې د ارغنداب، ژړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو یو شمېر کلي نیولي او ګڼ شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو زرګونه کورنۍ ښار ته ګډه شوې دي، چي د سرپناه ځایونو د نشتون ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance