غني د جګړې د دوام په اړه امریکا ته شکایت وکړ
خبریال وېبپاڼه/ ولسمشر غني د سولې خبرو سره هممهاله د جګړې د دوام په اړه امریکا ته شکایت کړی دی.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره شپه د امریکا د استازو جرګې له رییسې نانسي پلوسي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
په دې کنفرانس دواړو لورو د امریکا او افغانستان پر اړیکو او روان تاوتریخوالي بحثونه کړي او د جګړې د دوام په اړه یې اندېښنې شریکې کړې دي.
ولسمشر غني ویلي چې دلته اوسنی ډېرېدونکی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره جګړې کمې او د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.
دواړو لورو د ښځو او اقلیتونو د حقوقو پر خوندیتوب هم خبرې کړې دي.
دوی همدا راز اوربند په اوسني وضعیت کې تر ټولو ستره اړتیا بللې ده او ټينګار یې کړی چې روان تاوتریخوالی باید کم کړل شي او دایمي اوربند دې تامین شي.
غني داسې مهال د جګړې د دوام په اړه امریکا ته شکایت کړی، چې په افغانستان کې تر بل هر وخت د جګړې ډګر تود شوی دی.
دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي او په یو ډول د ځان هېواد د برخلیک په اړه شکمن دي.
بل خوا تېره ورځ دوو طالب سرچینو ویلي وو، که چېرې د دوی او امریکایانو ترمنځ د دوحې له هوکړې سره سم د راتلونکي زېږدیز کال تر مې میاشتې پورې د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن خپل ځواکونه له افغانستان ونه باسي، په ځواکونو یې بیا بریدونه پیلوي.
خو په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، که وسله وال طالبان جګړه ودروي، دوی به له افغانستانه خپل سرتېري وباسي.
د هغه په خبره، وروستۍ پرېکړه به د شرایطو پر اساس تر سره کېږي او امریکا به هغه وخت له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي چې په دغه هېواد کې د امن او ثبات ډاډ تر لاسه کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.