The news is by your side.

امریکا له افغانستان سره ۱۵ ملیون ډالري مرسته کوي

خبریال وېب پاڼه/د امریکا متحده ایالاتو له کویډاـ۱۹ سره د مبارزې په پار له اړمنو هېوادونو سره د مرستې لپاره د خپلو مرستو اندازه اعلان کړه.

په دغه مرستندویه صندوق کې له افغانستان سره د ۱۵ ملیونه ډالرو مرسته ځانګړې شوې ده ټاکل شوې ده په افغانستان کې د کوروناا ویروس له امله زیانمو، قربانیانو او د درملنې په چارو ولګول شي.

په ورته مهال په کابل کې د امریکا سفارت پرون په خپل تازه بیا کې وویل چې له ځانګړې شوې ۱۵ ملیونري مرستې څخه به یې ۵ په افغانستان کې د کورونا ویروس د پېښو د قربانیانو پر تشخیص او د کورنیو د بې ځایه شویو پر درملنه لګوي. دوی زیاتوي چې پاتې ۱۰ ملیونه ډالر به د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکوي تر څو په افغانستان کې یې د کورونا پر وړاندې مبارزه کې ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فېروزالدین فیرزو رسنیو ته په خپله وینا کې وویل چې له کورونا سره د مبارزې لپاره دغه وزارت ته ځانګړې شوې بودیجه کمه ده او د ویروس لمنه پراخه. نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې د بارانونو له امله د دغه ویروس د ډېر خپرېدو خبر ورکړل. دوی وویل یو اړخ ته دوی ته له کورونا سره د مبارزې لپاره بودیجه کمه ده او بل پلو په هېواد کې روانو پسرلنیو بارانو د دغه ویروس د ډېرې خپرېدا لامل شوی دی او اندېښنه یې څرګنده کړه چې په راتلونکو ورځو کې به دغه ویروس د هېواد ډېرو سیمو ته ورسېږي.

افغانستان کې د چې حتی لومړنیو روغتیایي آسانتیاوو ته لاسرسی سخت دی، د کورونا پر وړاندې مبارزه کې د ولس اندېښې لا پسې زیاتې شوې دي. تر دې مهاله په ټول هېواد کې د کورونا ۱۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې یوازې ۲۹ یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې را منځته شوې دي.

د امریکا سفارت په خپل بیان کې ویلي چې یاده شوې ۱۵ ملیونري مرسته به د لابراتوارونو پر تجهیز، د ناروغۍ پر وړاندېط مبارزې او کنټرول او دغه راز په دې برخه کې پر نظارت باندې لګول کېږي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې مایک پمپیو له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې وه او ویلي یې وو چې د کورونا پر وړاندې مبارزه کې به له دغه هېواد سره خپلې مرستې جاري ساتو. حکومت وار له مخې د دغې ویروس پر وړاندې مبارزې او روغتیایي چارو ته ۱۵ ملیونري بودیجه ځانګړې کړې ده او په احتیاطي توګه یې د ۱۰ ملیونه نورې بودیجې د اعلانولو خبر هم ورکړی ؤ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance