The news is by your side.

‏بېړنی خبر؛ کابل ښار کې چاودنه وشوه

خبریال وېبپاڼه/ څو شېبې مخکې د کابل ښار د پنځم حوزې اړوند سپین کلي څلور لاري کې پر یوه موټر چاودنه شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز پېښه تاییدوي او وايي، چې د اطفایې ډله سیمې ته رسېدلې ده.

هغه د پېښې د نوعیت او تلفاتو په اړه معلومات شریک نه کړل.

یوازې نن نه، د کابل هر سهار په چاودنو پیلېږي.

نور دې وضعیت افغانان له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي، ځکه حکومت د امنیتي وضعیت په ښه والي کې پاتې راغلی، خبریال وژل کېږي، دولتي مامور خوندي نه دی، سرتېري په نښه کېږي، څارنوالان په نښه کېږي او په یو ډول پر افغانانو د ژوند کولو کړۍ راتنګه شوې ده.

که څه هم حکومت ویلي چې د ځینو چاودنو او ترهګریزو پېښو عاملین یې نیولي، خو پر هغو هم باور نه دی پکار، ځکه ډېری وخت د ولس د احساساتو د کنټرول لپاره دا خبرې کوي او په دې نه دي توانېدلي چې د ترهګریزو پېښو عاملین ونیسي.

طالب بیا تازه له قطره د خپلو بادارانو خوا ته ورغلی، چې نوي فرمایشات ترې راوړي او له افغاني لوري بیا خپلې غوښتنې وکړي، ځکه دوی په خپل واک نه دي، د نورو په خوښه او غوښتنه مخته روان دي.

نور د دې ظلمونو پر وړاندې د افغانانو د صبر کاسه نسکوره ده او نه غواړي چې په دې ډول یو وضعیت کې ژوند وکړي، چې له هره اړخه له پامه غورځول شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance