The news is by your side.

تر اوسه مو څو ځله پلان جوړونه کړې ده؟

ژباړه: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ تر اوسه مو څو ځله پلان جوړونه کړې ده؟ څو ځله مو کار پیل کړی دی، خو ایا تر سره کړی مو نه دی؟ د انګلیسې ژبې زده کړې لپاره مو څو ځله تصمیم نیولی دی چې بریالي شوي نه یاستئ او څه مودې وروسته بیا بې پروا کیږئ او هغه کارونه پرېږدئ.
که تاسو هم له دې ډلې یاستئ،نو ډېره به ښه وي چې د دې پرځای پلان جوړه کړئ، کینئ او په دې اړه فکر وکړئ چې ولې مو پلان نه عملي کیږي.
دا چې هره ورځ ستاسو په سر کې د یوه ستر کار فکرونه موجونه وهې، او یا هم هره ورځ د یوه لوی کار د ترسره کولو هوډ لرئ، دا تاسو ته هېڅ امتیاز نه شي درکولی؛ تر ټولو اړینه داده، چې لاس په کار شئ او خپل پلانونه مو عملي کړئ. دغه اصول ستاسو د پلانونو په عملي کېدو کې خورا مرسته کوي.
د موخې روڼوالی تر ټولو مهم دی. په دې دلیل چې ولې ځینې خلک په خپلو کارونو کې تر نورو بریالي دي. په دې خاطر چې دوي پلانونه او برنامې روښانه دي او له هغوی نه واټن نه اخلي او تل یې د ترلاسه کولو په لټه کې وي.
خپل افکار او پلانونه مو د کاغذ پر مخ ولیکئ. بریالي خلک مخکې له دې چې په کوم کار لاس پورې کړې، د کاغذ په اړه فکر کوي. تاسو باید د کاغذ پرمخ د خپلو پلانونو لیکلو ته ځانګړی وخت وټاکئ. په سلو کې یوازې درې سلنه خلک دا کار کوي. داچې یو شمېر کسان بریالي شوي کوم تسادف نه دی، هغوی هدف ته د رسېدو لپاره ډېري هلې ځلې کړي دي.

کله چې خپلې موخې لیکئ، هغه روښانه ولیکئ په دې سره تاسو ته دا کار یو ډول مثبته انرژې در کوي. کومې موخې چې د کاغذ پرمخ نه وي لیکل شوي، هغه یوازې خیال او هیلي دي چې تر شا یې هېڅ مثبته انرژې نه ترسترګو کیږي.
د خپلو موخو او پلانونو لپاره مو یو ځانګړی وخت وټاکئ.
د هدف یا پریکړې لپاره بیړني مهال ویش شتون نلري پرته له ټاکلې نیټې. تاسو باید په خوندي وخت چوکاټ کې خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره ذهني هڅه وکړئ. د وخت چوکاټ پرته تاسو هیڅ هدف نلرئ ، یوازې یو خوب دی.
همهاله څو کارونه مه پیل کوئ. کیدای شي چې د برنامو د جوړولو لپاره تاسو د یوه کتاب په لوستلو، د یوه فلم په کتلو او یا هم د یوې مقالې په لوستلو سره ډېره انرژې ولرئ، خو دا مو په یاد وي چې پر یوه وخت د څو کارونو تر سره کول د تاسو له وړتیاوو څخه پورته خبره ده.
زنځیرونه مات کړئ. ځینې عادتونه او بهانې په زنځیروي بڼه د تاسو پلانونه شنډ وي او د پلي کیدو مخه یې نیسي. که تاسو د تنبلۍ سره عادت یاست، کومه ځانګړې ناروغې نه لرئ، یوازې تاسو له ذهنې پلوه ځینې موارد ډېر زیات یادوئ. تنبلۍ ته اجازه مه ورک

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.