کرونا پرون راهیسې د ۱۶ هېوادوالو ژوند اخیستی
خبریال وېبپاڼه/ د عامې روغتیا وزارت وايي، کرونا ویروس له تېرې ورځې راهیسې د ا۲۶ کسانو ژوند اخیستی او په همدې موده کې ۸۳ نور کسان ترې رغېدلي دي.
یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰۹۰ او د بېرته رغېدلو هغه بیا نهه دېرش زره اووه سوه او څلور اتیا ته رسېدلی دی.
یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا ۲۰۱ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په دې ویروس د اخته کسانو شمېر یو پنځوس زره او نهه اتیا ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.
د کرونا ویروس له لومړۍ څپې سره د حکومت لخوا سمه مبارزه ونه شوه او لسګونه میلیونه افغانۍ د چارواکو جیبونو ته لاړې، خو دا ځل ولسمشر غني ویلی چې د کرونا ویروس سره د مبارزې پروسه به خپله مدیریت کوي، هغه څه چې افغانان یې پسخند بولي.
بل خوا د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به افغانستان ته د کرونا ویروس ضد واکسین راورسېږي، چې په بېلابېلو پړاوونو کې به تطبیق کړل شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.