بایډن روسیه ګواښلې
خبریال ویبپاڼه/ بایډن لاهم په رسمي ډول سره د ولسمشرۍ چارې نه دي پیل کړې هغه به د ۲۰۲۱ کال د لومړۍ میاشتي پر ۲۰ نېټه د ولسمشرۍ دنده په رسمي ډول سره پیل کړي.
له هغه سایبري بریدونو وروسته چې د امریکا پر یو شمېر اطلاعاتي مرکزونو باندې وسول، چې په اړه يې د امریکا منتخب ولسمشر غبرګون ښودلی او روسیه يې ګواښلې.
بایډن په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د روسیې دا بریدونه به پې ځواب نه پاتي کیږي
جو بایډن بیا ددې سایبري بریدونو پړه پر ټرمپ هم اچوي او وایي چې دده د سترګو پر وړاندې د امریکا پر مهمو اطلاعاتي مرکزونو سایبري بریدونه کېږي.
تراوسه د امریکا او روسیې اړیکې څنګه دي؟
د ټرمپ په دوره کې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکي نسبا ارامې او له ستونزو لیري وې داسې هم وویل سول چې ټرمپ د اولادمیرپوتین ملګری دی په تیرو څو کلن ماموریت کې ټرمپ د روسیې په وړاندې داسې سخت دریځ نه دی غوره کړی چې باید یادونه یې وسي.
خو بایډن چې کاري دوره يې لا نه ده پیل کړې روسیه په ورته سایبري بریدونو باندې ګواښلې تراوسه روسیې د بایډن د دې څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي خو داسې مالومیږي چې د بایډن له واک سره سم به د دې دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ستونزمنې سي.
بایډن ته د واک رسیدلو سره لويي ستونزې ګوري چې ټرمپ ورته ګډې وډې پریښي هغه به لومړی د افغانستان لانجمه مسله چې تراوسه يې هیڅ د جګړې ختم پایله نه مالومیږي حلوي.
تراوسه پوري د امریکايي سرتیرو د غیري مسؤلانه وتلو په هکله زیات شمېر بدلونونه راغلي او ډیری هېوادونو د امریکا له لوري دا خطرناکه کړنه بللې خو وخت به مالومه کړي چې د ټرمپ د دې پریکړو څومره ګټه وه، بایډن باید د افغان سولې او جګړې په هکله خپل واقعي دریځ وړاندې کړی او په دې هکله خپل لوری روښانه کړي.
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریس میلر افغانستان په خپل سفر کې امریکايي سرتیرو ته ویلي چې تاسوخپلو کورونو ته ستنوو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.