The news is by your side.

برتانيا کې د کورونا ويروس نوې بڼې د هلاکت حالت رامنځته کړی

برتانيا کې د کورونا ويروس نوې بڼې د هلاکت حالت رامنځته کړی

خبريال وېبپاڼه/ برتانوي چارواکو ومنله چې په دې هېواد کې د کورونا ويروس په رسمي ډول موټېشن کړی دی، يانې خپله بڼه او جنټیکی کوډونه يې بدل شوي دي.

د کورونا ويروس دا نوې بڼه تر پخوانۍ بڼې ۷۰ سلنه په چټکۍ سره خورېږي، تراوسه په دې هکله دقیق معلومات نشته چې بدون د هغه لارو چې د کورونا ويروس پخوانۍ بڼه به ورباندې انتقال کېده پرته دا ويروس د کومو نورو لارو له طريقه انتقال کېږي خو دومره ويل شوي دي چې ددې ويروس د خپراوي د خپرېدو کچه ډېره لوړه ده.

برتانيا کې حالت نازک دی
د برتانيا هېواد څخه راپورونه وايي چې يوازې نن ورځ په دې هېواد کې تر ۳۸ زرو زیات کسان په دې ويروس اخته شوي دي او تر ۷۰۰ زياتو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړي دی.

په دې هېواد د کريسمس مراسمو کې ګډون منعه شوي دی او کرنټین تر پخوا څو چنده جدي پلی کېږي، د لندن او نورو لویو ښارونو حالت تر بل هر وخت خراب دی او مړو د سمبالښت چارې له ستونزې سره مخ دي.

افغان سفارت هم بند شو
په لندن کې د افغانستان د سفارت چارواکو خبريال ډاټ کام ته وويل چې د سفارت څو کار کوونکي په کورونا ويروس اخته شوي دي او د ټولې برتانیا د وضعیت د خرابېدو او د خپلو کار کوونکو د رغېدو له کبله دوی سفارت د يوې نامعلومې مودې لپاره تړي.

د بيوتیک شرکت چې د واکسين جوړولو په برخه کې معتبر شرکت دی او اوس يې واکسين ته د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د وېشلو اجازه ورکړل شوې مشر اور شاهين وايي چې د کورونا ويروس نوې بڼه زیاته د اندېښنې وړ نه ده ځکه ددوی واکسين د کورونا ويروس د پروټينو په بېلابېلو برخو تاثیر کوي، شاهين زياتوي چې دوی کولی شي په شپږو اونیو يانې يوه نيمه مياشته د کورونا ويروس د نوې بڼې لپاره هم واکسين جوړ کړي.

د برتانيا سره ګڼو هېوادونو اوس خپلې لارې تړلې دي، پرون د فرانسې او بریتانیا ترمنځ ترټولو لويه لاره هم وتړل شوه، هالنډ، ترکيې او نورو هېوادونو هم د بریتانیا سره خپلې الوتنې لغوه کړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance