The news is by your side.

د کرونا واکسين په اړه د نړيوالو ژمنې.

خبريال وېب پاڼه: د عامي روغتيا وزارت وايې، نړيوالو ټولنو تراوسه له افغانستان سره د کرونا ويروس د اخيستلو لپاره ۱۵۰ميليون ډالر د مرستو ژمنه کړي ده.

د عامي روغتيا وزير محمد جواد عثماني چې ولسي جرګي ته په هيواد کې د کرونا ويروس د بهران د ارزيابۍ لپاره غوښتل شوی وه وايې، په کابل کې اتلس روغتونونه د کرونا ويروس ناروغانو د درملني لپاره په فعاليت بوخت دي.

په داسي حال کې چې د کرونا ويروس دوهمې څپي خلک انديښمن کړي دي خو، د عامي روغتيا وزیر ښاغلی عثماني بيا وايې، تر راتلوونکو شپږ مياشتو به د مرسته کوونکو هيوادونو څخه ۲۰ فيصد واکسين هيواد ته راورسيږي او په کوويډ-۱۹ ناروغانو به د تطبيق وړ وګرځي.

د ولسي جرګې د صحت کميسون رئيس نجيب الله ناصري وايې( د کرونا ويروس د دوهمې څپي د مخنيوي لپاره موږ ځانګړي پلانونه لرو چې ډير ژر به عملي بڼه ولري).

د عامي روغتيا وزير محمد جواد عثماني وايې، نړيوال بانک، آی آر ټي آف، او د نړيوال بانک مرسته کوونکو يې ۱۰۰ ميليون ډالر او د اسيا پراختيايې بانک بيا د ۵۰ ميليون ډالرو د کرونا ويروس د واکسين اخيستلو لپاره د مرستو ژمنه کړي ده.

ښاغلی عثماني په وروستيو دري اونيو کې د کرونا ويروس د مثبتو پيښو د زياتوالی په اړه انديښنه ښیې او زياتوي په دوه يا درې اونيو کې د کرونا ويروس د پيښو زياتوالي د تير په د افغانستان په ځينو ولاياتو کې چې کرونا تر کنټرول لاندي وه له کنټروله وتي چې بايد جدې پاملرنه ورته وشي او وايې څو تنه يې د کرونا سره د مبارزي پيسو کې د فساد په تور څارنوالۍ ته هم معريفي کړي دي.

د يادولو وړ ده چې د کرونا ويروس دوهمې څپي سره د مبارزي مسؤليت خپله ولسمشر غني په غاړه اخيستی دی.

په هيواد کې د کرونا د دوهمې څپي زياتوالی د هوا ککړتيا ښودل شوي چې د ولسي جرګې غړو د کابل ښار د چاپيريال ساتني رئيس او د کابل ښارول د ځواب ويلو لپاره غوښتي وه چې د کابل ښاروال د نه حاضريدلو په صورت کې څارنوالۍ ته معريفي شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance